مشرانو جرګه: له طالب استازو سره د خلیلزاد لیدل یو ښه پیغام دی

دآزادی راډیو

د مشرانو جرګې غړي وايي، که امریکا دې نتیجې ته رسېدلې وي چې د افغانستان جګړه ختمه شي، د خلیلزاد سفر یو فرصت دی او نتیجه به یې سوله وي.

سوله هغه هیله ده چې له کلونو راهیسې افغانان ورته په تمه دي او اوس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي سفرونو او لیدنو، کتنو یې د ټینګښت لپاره خوشبیني زیاته کړې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، زلمی خلیلزاد چې د افغانستان او سیمې له وضعیت سره بلد دی، نقش به یې د سولې د خبرو په پیلېدو کې اغیز ناک وي، خو د ده په نظر، د دغه بهیر د تحقق لپاره باید جهادي مشران همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه:
“د خلیلزاد صاحب راتګ، د سولې په پروسه کې یې داخلېدل او پر نوموړي د امریکا د حکومت باور کول، د افغانستان خلک ورته خوشبین دي، ان شاءالله باوري یو چې دغه حرکتونو به حتماً رای راوړي، افغانان یو د بل په خبرو ښه پوهېږي، ښه پیغام دی، خدای دې وکړي چې افغان حکومت هم له دغې موقع نه په ګټې اخیستنې سره، په هرحرکت کې، دوی سره شریک وي او له خلیلزاد نه موهم غوښتنه ده چې د هرحرکت او پر مختګ راپور ولسمشر او د هېواد مشرانو ته ورکړي.”

د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونو سولې ته خلک هیله من کړی او یو شمېر سناتوران وايي، که امریکا وغواړي ممکن له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلېدل، یوه ورځ هم ونه نیسي.

خو اوس چې د طالبانو ډله په قطر کې له ښاغلي خلیلزاد سره د خپلو استازو لیده کاته تائیدوي، د مشرانو جرګې رئيس په دې باور دی چې دغه لیده کاته هرو مرو نتیجه لري.

زلمی خلیلزاد شااوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو.

دغه افغاني الاصله امریکايي چارواکی هغه څېره ده چې تل یې پر پاکستان د فشارونو پر راوړلو ټینګار کړی دی.

دی پر دغه دنده له ګمارل کېدو وروسته او د خپل لس ورځني سفر له پیل سره سم کابل ته راغی او له حکومت او طالبانو یې وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو لپاره خپل استازي وټاکي.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد عظیمي وايي، د هغو هېوادونو د مداخلو د مخنیوي لپاره چې غواړي افغانستان د جګړې په میدان بدل کړي، د خلیلزاد هڅه ښه فرصت دی او باید ګټه ترې واخیستل شي:

“هیله مند یو دغه اقدامات چې نوي پیل شوي، دې ته لاره جوړه کړي چې افغان دولت او د دولت مخالفین مخامخ سره کیني، د افغانستان جګړه د امریکې او روسيې او د هند او پاکستان او ایران او عربو جګړه ده، دا یوې نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.”

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو پوه ودیر صافی وايي، که حکومت ونه کړای شي له دغه فرصته نه ګټه واخلي او دیني عالمان هم ورسره همفکره نه شي، دغه خوځښت به نه یوازې دا چې ګټه ونه لري، بلکې افغانستان به د بحران په لور بوزي.

راپور: خان محمد سیند

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.