مشرانو جرګه: قزاقستان ته د حنیف اتمر سفر د امنیت ټینګت ته ګټور دی

 

 

دآزادی راډیو
د مشرانو جرګې اداري پلاوی که څه هم قزاقستان ته د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سفر د امنیت د ټینګښت په برخه کې ګټور ګڼي، خو وايي چې که د سیمې هېوادونه د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې رښتیني ونه‎اوسي، دوی به هم د وسله‎والو ترورېستانو موجودیت احساس کړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان په ګډون د سیمې نور هېوادونه چې د ترورېزم په وړاندې د مبارزې کومې ژمنې کوي، باید عملي بڼه ورکړي.
ښاغلي صدیقي وویل:

“که هر څومره موږ له هغوی سره پراخې اړیکې ولرو، د افغانستان د امنیت لپاره ګټورې دي او په ټوله کې د ولسمشر د سلاکار سفر دغو هېوادونو ته ګټور دی، ځکه هغوی هم علاقه لري چې د افغانستان له حکومت سره د سیمې او افغانستان د امنیت په اړه، همکاري وکړي، دا ځکه چې په راتلونکي کې د ناامنۍ لمن تر دوی پراخه نشي.”

د ملي امنیت د شورا په اعلامیه کې راغلي چې محمد حنیف اتمر د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپل سفر پیل کړی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د دې سفر په لړ کې به ښاغلی اتمر د قزاقستان او ازبکستان له چارواکو سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او د سیمې او افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړي.
له دې وړاندې ولسمشر غني هم د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د همکارۍ د خپلولو په هدف، یادو هېوادونو ته سفر کړی و.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې له دې وړاندې د تاجکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي چې د افغانستان په شمال کې د جنګ زیاتېدل، د دوی هېوادونه ګواښي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوهان هم وايي چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.

دوی وايي، دا به هغه وخت مثبته نتیجه ورکړي چې افغانستان د امریکا او منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د بهرني سیاست انډول وساتي.
له دې ډلې احمد سعیدي وايي:

“ښاغلی اتمر قزاقستان ته تللی، د دې هېواد په ځانګړي ډول، د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او حتی اذربایجان رول د سیمې د امنیت او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ډېر مهم دی او دا هغه وخت مثبته نتیجه ورکوي چې افغان دولت په دې وتوانېږي چې د یادو هېوادونو تر منځ سیاسي برابري وساتي او دغو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې دلته د امریکایانو ډېره موده پاتې کېدل به، د دې لامل نه‎شي چې ترورېزم د افغانستان له لارې د دوی هېوادونو ته دننه شي.”

ښاغلی سعیدي ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د سیمې د هېوادونو له دوستانه اړیکو په ګټې اخیستنې، دوی دې ته وهڅوي چې د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې رښتینې همکاري وکړي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.