مسؤلین: په فراه کې د لوېدلې هلیکوټرې د ۱۲ قربانیانو جسدونه یې ترلاسه کړي

دآزادی راډیو

د فراه ولایت د والي ویاند وايي، په دغه ولایت کې د راغورځېدلې الوتکې په پېښه کې د وژل شویو يو شمېر کسانو جسدونه یې د قومي سپین ږيرو او سره صلیب په همکارۍ د فراه مرکز ته انتقال کړي دي.

په فراه ولایت کې د ملي اردو د هلیکوپټر له سقوط شپږ ورځې تېرېږي، خو لا هم په دغه پېښه کې د وژل شویو يو شمېر کسانونه جسدونه لا درکه دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو له ډلې د ۱۲ تنو جسدونه یې تر دې مهاله ترلاسه کړي او د نورو لپاره هم هڅې روانې دي.
دی وایي:

“هڅې روانې دي، څو وشو کولای چې د قومي سپين ږيرو او د سره صلیب له لارې پاتې جنازې هم فراه ته انتقال کړو، خو که له دې لارې ونشول، نو بیا له نظامي قوې په ګټې اخيستنې سره به د پاتې جنازو د ترلاسه کولو لپاره عملیات وکړو، موږ تر دې مهاله ۱۲ جنازې انتقال کړي دي او ۱۳یا ۱۴ جنازې پاتې دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت یو هلیکوپټر د چهارشنبې په ورځ د فراه په اناردرې ولسوالۍ کې وغورځېد چې له امله يې د ۲۰۷ قل اردو د مرستیال او د هرات د ولایتي شورا د رئیس په ګډون، ۲۵ کسان پکې ووژل شول.

دفاع وزارت وايي، ياد هلیکوپټر د زیات وزن او تخینکي ستونزو له امله غورځېدلې، خو وسله والو طالبانو بیا د دغه هلیکوپټر د ويشتلو ادعا کړې او ویلي یې دي چې په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه له دوی سره دي او دوی يې په بدل کې د جنرال رازق د قاتل جسد غواړي.

د طالبانو دغه غوښتنه مو د فراه د والي ویاند ناصر مهري سره شریکه کړه، خو نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل.

ښاغلي مهري وویل، دوی هڅه کوي چې پاتې جسدونه هم د قومي سپین ږیرو او سره صلیب په همکارۍ ترلاسه کړي او که نتیجه یې ورنه کړه، پوځي عملیات به وکړي.

بل خوا د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ولسي جرګې يو شمېر غړو له حکومته وغوښتل چې په فراه ولایت کې د سقوط شوې هلیکوپټر لامل له دوی سره شریک کړي چې دغې هلیکوپټرې ولې او څنګه سقوط کړی.

له دې ډلې نادر خان کټوازي وویل چې په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنۍ لا هم د خپلو عزیرانو د جسدونو په تمه دي، خو حکومت تردې دمه نه دی توانېدلی چې په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه پیدا او کورنیو ته يې وسپاري.

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د ولسي جرګې د شنبې د ورځې عمومي غونډې ته وویل:
​”موږ د جسدونو د ترلاسه کولو لپاره په جیجک کې عملیات ترسره کړل، له بده مرغه چې هلته جسدونه نه وو، اوسمهال زموږ استخباراتي برخې د موقیت په تثبیتولو کار کوي، موږ په سیمه کې د عملیاتو لپاره پوره چمتووالی لرو چې د وژل شویو کسانو د جسدونو د ترلاسه کولو لپاره یې ترسره کړو.”

د ښاغلي بهرامي په خبره، په فراه کې د هیلکوپټر د سقوط پېښه تر جدي څېړنو لاندې ده، خو دده په خبره، د لومړینو معلوماتو له مخې، دغې هلیکوپټرې د زیات وزن او تخینکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.

راپور: محمد واصل وصال

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.