مدني بنسټونه: ځینو ګوندونو او زورواکانو د انتخاباتو کمېسیون یرغمل کړی

دآزادی راډیو

د افغانستان یو شمېر مدني بنسټونه وايي، ځیني سیاسي ګوندونه او زورواکان غواړي چې د انتخاباتي بهیر په یرغمل نیونې سره پر حکومت باندې په غیر مستقیم ډول فشار راوړي، ترڅو نامشروع غوښتنې ترلاسه کړي.

دوی د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۱۸» په کابل کې یوې ناستې ته وویل د نوي نسل غوښتنه دا ده چې شفاف او پر خپل وخت انتخابات ولري او باید کمېسیون په دغه بهیر کې د سیاسي ګوندونو او زورواکو مخه ونیسي.

سیاسي ګوندونه او زورواکان غواړي د انتخاباتي بهیر په یرغمل نیونې سره پر حکومت فشار راوړي.

​د اصلاح غوښتونکو ځوانانو د بهیر رئیس سید جواد سلطاني وايي:

“د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د نوي نسل غوښتنه دا ده هغه کسان، ډلې او ګوندونه چې د انتخاباتو د پروسې په وړاندې خنډ جوړوي او غواړي په یو نه یو ډول دغه پروسه یرغلمه کړي، موږ یې په وړاندې درېږو، ځکه دا په افغانستان کې برخلیک ټاکونکي انتخابات دي، موږ نه‌غواړو چې دغه پروسه مختل شي او د زورواکو تر تأثیر لاندې راشي.”

ښاغلی سلطاني وايي، که‌یې غوښتنې ونه‌منل شي، دوی به په کابل کې لوی او پراخې اعتراضیه ناستې ترسره کړي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې یو شمېر سیاسي معترضو ګوندونو او جریانونو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره ناسته درلوده چې یو ځل بیا یې د انتخاباتي نظام د بدلون او په دغه بهیر کې د نظارت غوښتنه وکړه، خو ناسته بې‌نتیجې پای ته ورسېده.

ګلبدین حکمتیار: که مجبور شوو انتخاباتي مرکزونه به وتړو

سیاسي احزابو د انتخاباتي نظام د تغیر او د نوم لیکنې پروسې د باطلېدو غوښتنه وکړه

له دې وړاندې دغو ګوندونو د ۹ میلیونه کسانو نوم‌لیکنه خیالي بللې وه او ویلي و که نوم‌لیکنه باطله اعلان نه‌شي او انتخاباتي نظام کې بدلون رانه‌شي حتی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو مخه به ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغو ګوندونو ته خبرداری ورکړی و چې پټه خوله پاتې کېدل‌یې د ناتوانۍ په معنی نه‌ده او د ملت برخلیک یو قشر نه‌شي ټاکلی.

د انتخاباتو کمېسیون د زورواکو کسانو او ګوندونو په وړاندې درېدلی.
​ولسمشر غني: د انتخاباتو برخلیک یو قشر نه شي ټاکلی

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه کمېسیون د زورواکو کسانو او ګوندونو په وړاندې درېدلی او انتخابات به پر خپل وخت ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه:

“موږ یوازې د ټولو سالمو طرحو او مشورو ته غوږ نیسو، خو له هغې زیات د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خپل مسؤلیت سره تصمیم نیسي او کار کوي، په هېڅ وجه او عنوان او هېڅ‌څوک د کمېسیون په کارونو کې مداخله نه‌شي کولای او دغه اجازه به هېڅ‌چا ته ورنه‌کړل شي.”

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده وايي، سیاسي ګوندونه په انتخاباتي پروسو د اعتراض حق لري، خو هېڅکله هم دغو ګوندونو کمېسیون نه‌دی یرغمل کړی او په خبره‌یې دا د کمېسیون دنده ده چې انتخابات په ټاکلي وخت ترسره کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.