مخ پر روسیه؛ د سیاسي بلانس اړتیا/ محمد یار یار

 

 

د مارچ پر ۱۶- مه، د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور –حنیف اتمر- روسیې ته، د خپل سیال –نیکولای پاتروشیف- په بلنه روان دی؛ دی به د روسیې د ملي امنیت شورا د سلاکار تر څنګ، د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر – سرګي لاوروف او دفاع وزیر سره، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، په افغانستان کې د سولې و ثبات او د دواړو هیوادو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو په باب خبرې کوي.

داسې فکر کیږي چې دا سفر افغانستان ته له څو اړخو خورا زیات اهمیت لرلای شي:

یو- د افغانستان د ملي وحدت حکومت، له ټول هغه بحران سره- سره چې په باب یې د مایوسۍ تر بریده، په کورنۍ و باندنۍ کچه بحثونه کیږي، بیا هم له یوه سلسله بریاوو برخمن دی چې سړی، زموږ د هیواد روښانې و باثباته راتلونکي ته امیدوارولای شي؛ په دې لړ کې د حکومت خارجي سیاست د ډاډ وړ ګڼل کیږي، تر اوسه په ګردو هغو نړیوالو کنفرانسو کې، چې د افغانستان په اړه جوړ شوي، د نړیوالو نارضايت نه دی لیدل شوی، بلکې برعکس، په ډېرو مواردو کې، د ښې حکومتولۍ په رامنځته کولو، د فساد پر ضد مبارزې او یو لړ نورو اقداماتو په برخه کې، حکومت توانېدلی چې قناعت ور کړي؛ په مقابل کې یې دوی د مرستو ژمنې کړي او عملاً یې کومکونه کړي دي؛ په دې حساب نو زموږ حکومت، په خپل خارجي سیاست کې بریمن ښکاري؛ په سیمه کې له پاکستانه پرته، له بل هیڅ هیواد سره، نه یوازې ستوتزه نه لري، بلکې د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه و تعهدات یې ور سره را منځته کړي دي او په تړیواله سطحه یې هم، له هیچا سره د جنجال کومه دوسیه وجود نه لري.

دوه- په دې وروستیو کې چې روسیې، چین او پاکستان کوم درې اړخیزی ائتلاف ته ورته هڅې پیل کړي وې، نو په کور دننه او یو شمېر بهرنیو هیوادو کې یې یو لړ اندېښنې را ولاړې کړې؛ په تېره بیا، کله چې د روسیې له خوا، د طالبانو ملاتړ ولیدل شو نو دا خپله د افغانستان د بحران د دوام او د یوې بلې لویې لوبې پیل وبلل شو، خو د افغانستان حکومت، چې له دې مسئلې سره په سړه سینه او درایت سره تعامل وکړ او نن دا دی ښاغلی اتمر دغه بیا پر پښو درېدونکي او زموږ د هیواد په مسئله کې را ګډېدونکي هیواد ته سفر کوي نو د دوه اړخیز تفاهم لپاره یې ځکه امیدوارۍ زیاتې دي چې زموږ حکومت له پاکستانه پرته، له بل هر هیواد سره چې خبرو ته کښېنستلی نو له تفاهمه پرته ځنې را ولاړ شوی نه دی او پاکستان چې ور سره د پوهاوي ژبه پیدا کړې نه ده نو لوی زیان یې خپله دغه جنجالي هیواد ته رسېدلی دی؛ نن ګورو چې پاکستان له یوې نړیوالې بدنامۍ او انزوا سره خپړې لګوي؛ له افغانستان سره په پولو تړلو کې یې لوی تاوان خپله وکړ؛ دا خپله د افغانستان د بهرنۍ فعالې پالیسۍ او سیاسي درایت ښوونه کولای شي.

درې- طالبانو چې زموږ د ځینو ساده هیوادوالو په اذهانو کې، یوازې یو تېر ایستونکی مذهبي مشروعیت درلود، خو له روسیې سره په نژدې کېدو کې یې هغه مشروعیت هم بایلود او د بدنامۍ ملاماتوونکی بار یې پورته کړ؛ ځکه روسیه د پخوانۍ کمونیستي شوروي اتحاد وارثه ګڼل کیږي؛ د دې مانا دا راوزي چې طالبانو د کمونیستانو د غلامۍ پړی غاړې ته واچاوه او دا هغه ذهنیت دی چې د دوی یو شمېر ساده لوحه پلویان یې لري او د دوی لپاره به ډېره سخته وي چې خپله دغه تاریخي سیاسي اشتبا دې ور ته توجیه کړای شي؛ په دې حساب نو طالبانو یو جمعي سیاسي انتحار وکړ او دا په اصل کې د پاکستان غلطه محاسبه وه چې یووار یې په سیاسي ډګر کې، روسیې ته د طالبانو په نژدې کولو او رسوا کولو کې وکړه او بیا یې په اقتصادي اړخ کې، له افغانستان سره پر تګ- راتګ په بندیز کې په وشرمېدل، ځکه افغان حکومت ډېر پخوا لا دغې ورځې ته پېشبین وو او بدیلې لارې یې په نښه کړې وې.

څلور- د افغانستان حکومت که له روسیې سره د دوه اړخیزو همکاریو یوې هوکړې ته رسیږي نو دا به، هم د پاکستان او هم طالبانو لپاره سخت سیاسي ګوزار وي؛ د افغانستان حکومت او په ځانګړې توګه حنیف اتمر ته، ضرور ده چې په دې برخه له زیاتې حوصلې، درایت او متداومې فعالې ډیپلوماسۍ څخه کار واخلي او د سیمې و نړۍ له هیوادو سره، د یوه معقول سیاسي بیلانس پر کرښه، هغسې حرکت ته دوام ور کړي، لکه تر اوسه چې یې دا بریالۍ کړې هم ده.

موږ له روسیې سره ډېر مشترک وجوهات لرو چې په اسانه سره پر کښېنستای شو؛ د روسیې تر ګردو لوی تشویش داعش او د مخدره موادو کر و قاچاق دی او دا هغه پدیدې دي چې موږ تر هر چا زیات ور څخه رنځیږو.

د حنیف اتمر تر سفر مخکې لا، د روسیې له خوا، پر طالبانو د وسلې ایښوولو او سولې ته پر راګرځېدو ږغ، د افغان حکومت له هرکلي سره مخ شوی دی.

۲۴/۱۲/۱۳۹۵

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.