متېس: پنټاګون به اچین کې داعش ته د اوښتو زیانونو راز ونه وايي

 

دزادی راډیو

د امریکا دفاع وزیر ویلي د هغو زیانونو په اړه چې په اصطلاح د بمونو مور د داعش ډلې ته اړولي، څه نه وایي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جیمز متېس وایي، پنتاګون به دا راز ونه وایي چې د امریکا تر ټولو لوی بم په ننګرهار کې داعش وسله والو ته څومره زیان رسولی دی.

نوموړي اسرائیل ته د سفر پرمهال د تېرې اوونۍ د پنجشنبې ماښام د هغه برید په اړه چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو په وړاندي وشو، خبرې کولې.

په هغه برید کې د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره د جګړو په ډګر کې خپل تر ټولو لوی غیر اټمي بم استعمال کړ.

جیمز متېس خبریالانو ته وویل چې پنتاګون د ویتنام له جګړې څخه زده کړل چې په دې ډول یوه برید کې د تلفاتو په شمېرلو سره نشي کېدای د هغه د بریالیتوب په اړه قضاوت وشي.

د امریکا د دفاع وزیر دا خبره هغه حرکت ته اشاره وه چې د ویتنام په جګړه کې د مړو د شمېرلو په نوم وو او هغه مهال به معمولاً د مړو شمېر ډېر زیات خلکو ته ویل کېده
جیمز متېس په افغانستان کې د داعش پر وسله والو د برید په اړه دغه راز وویل چې دغې حملې وښوده چې امریکا د داعش د ماتولو لپاره ټینګه اراده لري هغه که په سوریه کې وي، که په عراق یا افغانستان کې.

د امریکا دفاع وزیر دا خبره په اسرائیل کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

په افغانستان کې د ناټو پوځیانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې تصفیوي عملیات دوام لري.
دوی تر اوسه د تېرې اوونۍ د زورور بم له کبله داعش وسله والو ته د اوښتو زیانونو په اړه دقیق جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې په هغه برید کې تر سلو ډېر داعش وسله وال په اچین کې ووژل شول.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي په وژل شویو کې دیارلس تنه د داعش ډلې لوړ پوړي قوماندانان وو.

تر اوسه خبریالان او نورو خبري ټولنو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ددې بم سیمه وویني، خو په اچین کې د بم د سیمي شااوخوا اوسېدونکي یوازي دا تائیدوي چې په برید کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.