متېس: امریکا به افغانستان کې د داعش ډلې پرضد جګړه ګټي

 

دآزاد راډیو

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس، د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن او د وسله‎والو ځواکونو لوی درستیز جوزېف ډنفورډ پرون د کانګرس د استازو جرګې له غړو سره د یو نیم ساعت لپاره د بندو دروازو شاته خبرې وکړې.

د پنټاګون یوې ویاندې ډانا وایټ که څه هم یادونه وکړه چې په دې خبرو کې کومه ځانګړې پریکړه نه‎ده شوې خو زیاته یې کړه چې په غونډه کې د افغانستان، پاکستان، شمالي کوریا او نورو هېوادونو په اړه مفصل بحثونه وشول.

متېس له غونډې وروسته په داسې حال کې چې خوښ ښکارېده وویل، د استازو جرګې غړو ته یې په دې اړه معلومات ورکړل چې د داعش پرضد جګړه کوم ځای ته رسېدلې ده.

هغه وویل، موږ به د داعش پرضد جګړه ګټو او هغو به یې بایلي.

متېس زیاته کړه، د کانګرس غړو د ټرمپ د ادارې له هڅو څخه ملاتړ څرګند کړ.

له دې غونډې یوازې څو ساعته مخکې ولسمشر ډونال ډټرمپ او مرستیال یې مایک پينس په دفاع وزارت کې له چارواکو سره په افغانستان کې د داعش پرضد د مبارزې پر هڅو بحث وکړ.

ښاغلي ټرمپ له پنټاګونه د لیدنې پر مهال افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو د پلان په اړه خبریالانو ته څه ونه ویل او یوازې دومره یې وویل چې ګورو به.

اوس مهال څه کم اته نیم زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې دېره دي خو د ټرمپ اداره هیله منه ده چې د افغان حکومت د وسله‎والو مخالفینو پرضد د جګړې نیمګړتیاوې به د یوې نوې سټراټیژۍ او د څو زره اضافي سرتېرو د استولو له لارې له منځه یوسي.
تمه دا چې دا اضافي سرتېري به په ځینو مهمو برخو کې د افغان ځواکونو په پیاوړي کولو کې ونډه واخلي.

ښاغلي ټرمپ یادونه وکړه چې بحثونه رغنده وو او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به په افغانستان کې زموږ د اقداماتو خبرونه واورئ.

ټرمپ وویل، د داعش پرضد جګړه ډېره ښه روانه ده او دا ډله به ډېر ژر له پښو ولوېږي.

په داسې حال کې چې په سپینه ماڼۍ کې بحثونه د افغانستان پر جګړې نورهم متمرکز شوي د ټرمپ ادارې د افغانستان لپاره نوی سفیر نومولی دی.

د افغانستان نوی سفیر پخوانی ډیپلومات جان باس دی چې په انقره کې یې دنده ترسره کړې ده.

سپینه ماڼۍ په یوه بیان کې د ترورېزم پرضد د جګړې په چارو کې د باس د تجربې یادونه کوي او لیکي:

باس په تېره یوه لسیزه کې د خپل کار ډېره برخه په عراق، سوریه او جنوبي آسیا کې د ترورېزم پرضد د جګړې په چارو کې د امریکا د متحدانو د یو موټي کولو پر هڅو لګولې ده.

ښاغلی باس په داسې حال کې د افغانستان د سفیر په توګه په دنده ګومارل کېږي چې د ټرمپ اداره د افغانستان لپاره د خپلې ستراتیژۍ د بشپړولو په حال کې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.