مایک پینس خاقان عباسي ته وویل، پاکستان باید د طالبانو او نورو سختدریځو پر ضد جدي اقدام وکړي

 

تاند- د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس پرون /شنبه/د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي سره په کتنه کې وویل، اسلام اباد باید له امریکا سره همکاري وکړي او د طالبانو او نورو تروریستي ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د سپینې ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پینس په واشنګټن کې له خاقان عباسي سره په کتنه کې د ولسمشر ټرمپ دا غوښتنه تکرار کړه چې د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو حضور پای ته ورسوي.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې د پینس له خولې راغلي دي«پاکستان له امریکا سره له نژدې همکاري کولی شي او باید همکاري وکړي.»

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دا خبرې دقیقاً چیرې په څه ډول وضعیت کې وشوې.

خو راپورونو وايي چې د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي د دې لپاره چې له امریکايي چارواکو سره له نژدې وګوري او نوې ژمنې ورکړي په شخصي سفر واشنګټن ته تللی او هلته یې د امریکا له مرستیال ولسمشر سره کتلي دي.

تر دې پخوا تېر کال د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون په مهال هم خاقان عباسي هڅه کړې وه چې له ولسمشر ټرمپ سره وویني خو له مایک پینس سره یې ولیدلی شوای.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د پاکستان صدراعظم ته وروسته له دې د کابل د سفر بلنه ورکړه چې ښاغلي عباسي مایک پینس سره کلکې وعدې ورکړې.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار هم پرون افغان چارواکو ته ویلي چې هیواد یې تیار دی چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.