لومړنۍ موندنې: اصف مهمند د عطامحمد نور په دستور نیول شوی

 

 

د بلخ د والي عطا محمد نور او د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند د قضیې د حقیقت موندونکي کمېسیون غړي وايي، لومړنۍ موندنې ښيي چې ښاغلي مهمند د عطا محمد نور په دستور نیول شوی دی.

د دغه پلاوي غړي او د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کورني تفتیش رئیس عبدالحبیب جبارخېل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پلاوي له امنیتي کمرو مستند اسناد راټول کړي، له چارواکو سره یې لیدلي او د پېښې ځای یې هم بررسي کړی دی.

ښاغلي جبارخېل وویل، پلاوی دا مهال په راپور چمتو کولو بوخت دی چې د ده په خبره د څېړنو پایلې به سبا حکومت ته وسپاري.

دی وايي:

“مستند اسناد مو پیدا کړي د پېښې ځای مو بر رسي کړی، ټپیان، د قضیې دواړو خواوو او له امنیتي او کشفي ارګانونو سره مو لیدلي، له هغوی مو پوښتنې درلودې، ځوابونه مو ورنه اخېستي دي، تحقیقات بشپړ شوي، اوس په اسنادو مصروف یو چې مستند راپور ورنه جوړ شي، بیا به مقاماتو ته وسپارل شي، لومړنۍ موندنې دا ښيي چې والي صاحب ویلي چې ما خپلو کسانو ته هدایت وکړ چې ورشئ ویې نیسئ او کورته یې راوړئ، بیا یې مداخله کړې ده او بیولی یې دی.”

د بلخ د ولایتي شورا غړي اصف مهمند د تېرې دوشنبې په شپه په الوتکه کې له کابله د مزار شریف په لور سفر درلود چې د ده د څرګندونو له مخې د بلخ په هوايي ډګر کې د والي عطا محمد نور د کسانو له‎خوا نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد له دې وړاندې ویلي و چې د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند د لوی څارنوالۍ د حکم له مخې پولیسو نیولی دی.

اصف مهمند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال دا ادعا وکړه چې د بلخ د والي د ساتونکو له خوا تر نیول کېدو وروسته، د ښاغلي نور یو زوی د ده د چپ غوږ یوه څنډه پرې کړې او خپله عطا محمد نور او ساتونکو یې وهلی ډبولی هم دی.

په ورته وخت کې د بلخ د والي ویاند مني چې د اصف مهمند د نیولو هدایت عطا محمد نور ورکړی خو وايي، د والي کورته نه دی وړل شوی.

منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د قضیې په اړه د حقیقت موندونکي کمېسیون پایلو ته په تمه دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد
دی وايي:

“د والي صاحب په هدایت نیول شوی، خو د والي صاحب کورته نه‎دی وړل شوی، موږ د حقیقت موندونکي کمېسیون له لوري د قضیې رونټیا ته په تمه یو، که موږ ووایو داسې نه‎دي شوي، مقابل طرف ته به د منلو وړ نه‎وي، که مقابل لوری ووایي چې دا کار نه‎دی شوی، موږ یې نه قبلوو، موږ د پلاوي له لوري د قضیې روڼتیا ته په تمه یو. ”

د بلخ د والي عطا محمد نور او د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند ترمنځ اختلافات څه نه‎وې خبره نه‎ده، بلکې له دې وړاندې هم د دوی تر منځ خپل منځي اختلافات موجود وو.

دا چې دا قضیه په اړه څېړنې څه ښيي او د افغان حکومت، عدلي او قضايي ارګانونه چلند به یې په وړاندې څه وي وخت به یې په اړه ځواب ووايي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.