له ۲۰۱۲ څخه درې نیم ملیونه افغانان بې ځایه شوي

تاند- د مهاجرت نړیوالې ادارې په یوه تازه راپور کې وویل، په هرو درو افغانانو کې یو تن په تېرو ۶ کلونو کې بې ځایه شوی دی.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې یا آی او ایم په راپور کې، چې نن /سې شنبه/ یې خپور کړ، ویل شوي چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۹۰ ولسوالیو کې یې د ۱۱۴۴۳ ډلو د بې ځایه کېدو په اړه معلومات د ۲۰۱۸ په دسمبر کې ټول کړي او بشپړ کړي دي.

د آی او ایم د معلوماتو پر اساس له ۲۰۱۲ څخه ۳ ملیونه او ۲ لکه افغان مهاجر له بهرنیو هیوادونو خپل هیواد ته ستانه شوي چې اکثریت یې یعني په سلو کې ۹۵ یې له پاکستان او ایران څخه خپل هیواد ته بېرته تللي دي.

په سلو کې ۵ نور (یعني ۱۷۰۰۰۰) له اروپايي هیوادونو او ترکیې څخه راغلي دي.

د مهاجرت نړیواله اداره وايي چې افغانستان ته د بېرته تللیو کډوالو تر ټولو ډېر یعني په سلو کې ۱۵ (نژدې ۵ لکه) په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي دي.

په همدې شپږ کلنه موده کې درې نیم ملیونه افغانان د جګړو له لاسه په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.

دا اداره وايي چې یوازې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ ترمنځ یو ملیون افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.