له پاکستانه افغانستان ته په وارداتو کې اتيا سلنه کمښت راغلی
مزارشريف (پژواک، ۹ مرغومی ۹۶) : له منځنۍ اسيا څخه افغانستان ته د وارداتو د ډېرښت له امله له پاکستان څخه افغانستان ته په وارداتو کې اتيا سلنه کمښت راغلی دی.
د بلخ ولايت سوداګر وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګريزو او ترانزيټي ستونزو له امله له تورخم بندره واردات خورا کم شوي دي.
بلخوا د دغه ولايت د ګمرک رياست مسوولين وايي چې د حيرتان بندر له لارې له منځنۍ اسيا د وارداتو د ډېرښت له امله يې سږني عوايد د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه ډېر شوي دي.
د بلخ د ګمرک رييس عبدالرحمان راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان د ګمرکاتو ډېری عوايد د وارداتي سوداګريزو توکو له لارې تر لاسه کېږي.
نوموړي زياته کړه، حيرتان بندر د هېواد په کچه يو له مهمو سوداګريزو بندرونو څخه دی.
د هغه په وينا، له ياد بندر څخه د صادراتي سوداګريزو چارو په پرتله وارداتي سوداګريزې چارې ښې روانې دي.
راسخ وويل، سږکال د بلخ له ګمرک څخه څه کم ۱۲ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه زيات شوي دي.
نوموړي د عوايد د کچې لوړوالي لامل له حيرتان بندر څخه د وارداتو ډېرښت وباله.
د ګمرک رييس وويل، له ياد بندر څخه د نورو سوداګريزو توکو په پرتله د ساختماني سيخونو، حبوباتو، اره شويو لرګيو، اوړو او د سون توکو واردات ډېر شوي دي.
د هغه په وينا، له حيرتان بندره د وارداتو د کچې ډېرښت يو لامل له تورخم بندره د وارداتو کمښت دی.
راسخ وويل، له تېرو دوو کلونو راهيسې په پرله پسې توګه د پاکستان او افغانستان د سوداګريزو او ترانزيټي ستونزو له امله له تورخم بندره د وارداتو کچه خورا کمه شوې ده.
د بلخ ولايت سوداګر هم وايي،اوس ډېری هغه سوداګريز توکي چې پخوا له تورخم بندره واردېدل؛ اوس له منځنۍ اسيا هېوادونو د حيرتان بندر له لارې واردېږي.
سوداګر محمد نسيم پژواک ته وويل چې په روان کال کې له حيرتان بندره د وارداتو کچه ډېره شوې ده.
نوموړي هم له منځنۍ اسيا د حيرتان بندر له لارې د وارداتو د کچې ډېرښت يو لامل له پاکستان څخه د تورخم بندر له لارې د وارداتو د کچې کمښت وښود.
محمد نسيم وويل، په روان کال کې له تورخم بندره د وارداتو کچه کابو اتيا سلنه راټيټه شوې ده.
خو ځينې سوداګر بيا د مزارشريف ښار امنيت د حيرتان بندر په سوداګريزو چارو باندې اغېزمن بولي.
سوداګر محمد نبي وويل، د مزارشريف ښار امنيت او د مزار-کابل لويې لارې امنيتي حالت د حيرتان بندر په سوداګريزو چارو اغېز لري.
نوموړي زياته کړه، د شته نسبي امنيت له امله سوداګر د حيرتان بندر له لارې وارداتو او صادارتو ته زړه ښه کوي.
نوموړي زياته کړه، له همدې امله د بلخ ګمرک د سږني کال عوايد ډېر شوي دي.
خو د بلخ ګمرک رييس راسخ وويل، لا هم له حيرتان بندر څخه صادراتي سوداګريزې چارې د نشت برابر دي.
نوموړي زياته کړه، که څه هم تمه کېده چې د چين او افغانستان تر منځ د رېل کرښې په جوړېدو به د وارداتي سوداګريزو چارو تر څنګ صادراتي چارې هم چټکې شي؛ خو داسې ونه شول.
د هغه په وينا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ شته ترانزيټي ستونزو د حيرتان بندر په صادراتي چارو منفي اغېز کړی دی.
راسخ وويل، په روان کال کې يوازې د دوه ميليونه افغانيو په ارزښت صادراتي چارې ترسره شوې دي چې د يادونې وړ يې ونه بللې.
افغانستان د حيرتان، اقينه، او شېرخان بندرونو له لارې له منځنۍ اسيا هېوادونو سره نښلول شوی چې په يادو بندرونو کې له تېرو څو کلونو د حيرتان بندر سوداګريزو چارو د ياد وړ پرمختګ کړی دی.
له چين څخه د ياد بندر له لارې افغانستان ته د رېل کرښې غځېدل او د نفتو او ګازو په برخه کې تر ۴۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو پورې په کې شوې پانګونه يې مهم اړخونه دي.
نظرات بسته شده است.