له ماشومانو دملاتړ اداره: سړه هوا د زرګونه افغان ماشومانو ژوند ګواښي

 

تاند ( جمعه، د جدي ۱۲) له ماشومانو د ملاتړ ادارې په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلی افغانستان کې په روان ژمي کې څه باندې ۳ زره ماشومان د سختې یخنۍ له ګواښ سره مخ دي.

سرچینه وایي که دوی ته ژمني امکانات برابرنشي د دې ماشومانو د ناروغه کېدو سربېره ښايي د دوی د مړينې سبب وګرځي.

له ماشومانو د ملاتړ ادارې په خبرپآڼه کې زیاته کړې افغانستان کې په سلګونه زره ماشومان نه یواځې د لوږې او کورونا وبا په ګډون په ناروغیو باندې د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي بلکې سړه هوا هم د دوی ژوند ګواښي.

خبرپاڼه کاږي چې د جګړو او نا امنیو دوام د خلکو د کورونو ویجاړېدل او موقتي کمپونو او خیمو ته د هغوی بیځایه کېدل بله هغه ستونزه ده چې، افغان ماشومانو ته يې شرایط سخت ستونزمن کړي او کوي يې.

دا اداره داسې مهال د افغان ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښيي چې د یخې هوا سربېره زرګونه افغان ماشومانو په شاقه کارونو بوخت دي.

دوی د ژمي په دې سړه هوا کې مجبورۍ د زده کړو پرځای درندو کارونو ته اړ کړي دي.

روغتیاپالان هم دا ډول حالت د ماشومانو راتلونکي ته په زیان بولي او وایي په کم عمر کې د درندو کارونو ترسره کول نه یواځې ماشوم له زده کړو محروموي ترڅنګ یې راتلونکي کې هم ورته ګڼې رواني ستونزې پيداکوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.