له طالبانو سره د سولې تړون ته د امریکا د واکمن ګوند اندېښنه

دآزادی راډیو

د امریکا د متحده ایالاتو د واکمن ګوند یو شمېر غړي له طالبانو سره د سولې تړون ته اندېښنه لري.

دا اندېښنه په داسې وخت کې پیدا شوې ده چې تمه ده د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ یوه موافقه نهایي شي.

د امریکا د کانګرس غړې لیز چیني پر ولسمشر ډونالد ټرمپ غږ کړی چې له طالبانو سره د سولې تړون ونه‌کړي.

د لیز چیني په وینا دا تړون د دې معادل دی چې امریکا القاعده، طالبانو او داعش ته جګړه بایلي.

د کانګرس دې غړې په واشنګتن پسټ ورځپاڼه کې لیکلي دي چې موږ باید د یوه سیاسي مهالوېش له مخې خپل ځواکونه له افغانستانه ونه‌باسو او طالبانو ته داسې تسهیلات ورکړو چې ترهګر خوندي پټنځایونه پیدا کړي چې له هغه په راتلونکي کې پر لوېدیځ د بریدونو پلانونه جوړ کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد قطر ته تللی او تمه ده چې له طالبانو سره د سولې نهم پړاو خبرې پیل کړي.

خلیل‌زاد مخکې ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه‌یې له طالبانو سره خبرې کړې دي او طالبان باید د دې تضمین وکړي چې د القاعده په څېر نورو ترهګرو ډلو ته شا کوي.

د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر لور، لیز چیني فاکس نیوز ته د طالبانو د تضمین په اړه شک څرګند کړ.

دې وویل: “د طالبانو روابط له القاعده سره لاهم پیاوړي دي. د دوی مشرانو له یوه بل سره د مرستو ژمنې کړي، دوی د یوه بل ترڅنګ له نورو سره جګړه کوي. موږ پر دوی د سولې د همکار اعتماد نه‌شو کولای او یا له دوی څخه داسې تړون نه‌شو اخیستلی او خپل امنیت د هغو خلکو لاسونو ته نه‌شو سپارلی چې اسامه بن لادن ته‌یې پناه ورکړې وه.”

ارشیف، د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو یو پړاو/ لیز چیني: ټرمپ دې له طالبانو سره د سولې تړون ونه‌کړي.
ارشیف، د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو یو پړاو/ لیز چیني: ټرمپ دې له طالبانو سره د سولې تړون ونه‌کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې غوره دا ده چې یو شمېر امریکایي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي او ده وویل چې دا ګرانه ده چې پر طالبانو باور وشي.

په متحده ایالاتو کې د سیاسي چارو پوه علم پایند ازادي راډیو ته وویل چې په امریکا کې دوه ډوله خلک دي، یو ډول‌یې د افغانستان له وضعیت سره اشنا دي، هغوی نه‌غواړي چې امریکایي پوځیان له افغانستان په بشپړ ډول ووځي او بله ډله‌یې بیا د دې پلوي کوي چې امریکایان له افغانستانه ووځي. ښاغلي پایند زیاته کړه چې طالبان هم د نورو ترهګرو د مخنیوي ضمانت نه‌شي کولای.

ښاغلی پایند زیاتوي: “په افغانستان کې طالبان دا نه‌شي کولای ضمانت کړي چې ترورېستان بیا افغانستان ته نه‌شي راتلی، ولې چې یو لک امریکایي عسکر و، ۵۰ زره د ناټو او د امریکا د متحدینو دوه لکه هم افغان پوځیان چې دا ټول درې نیم لکه څلور لکه عسکر کېدل دوی نه‌شوی کولای چې په افغانستان کې دا خلا ډکه کړي، نو دا یوازې طالبان څرنګه دا ضمانت کولای شي.”

د یو شمېر راپورونو په استناد د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره داسې موافقې ته نږدې شوي دي چې له مخې یې شااوخوا ۴۰۰۰ امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي او د دې په بدل کې طالبان القاعده شبکه له هغو سیمو چې دوی په‌کې واکمنان دي، وشړي.
د کانګرس مخکښه غړې لیز چیني وایي، طالبانو د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته هغه وخت پناه ورکړې وه چې بن لادن پر امریکا حمله وکړه او دې ډلې کله هم په علني ډول القاعده نه‌ده رټلې، برعکس د القاعده وسله‌وال له طالبانو سره د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ لپاره مرسته کوي.

لیز چیني زیاتوي چې موږ خپل امنیت هغه دښمن ته ورکوو چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو وروسته‌یې القاعده ته پناه ورکړې وه، نو د امریکا ولس باید پوه شي چې دا ولې؟

په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو یو شمېر نورو غړو هم ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی دی چې له افغانستانه پوځیان ونه‌باسي او که دا کار کوي باید ډاډه شي چې د ترهګرو مخه نیول کېږي.

د واکمن ګوند بل غړی ادم کینزینګر په ټویټر کې لیکلي دي چې د افغانستان بایلل په ډېر ساده ډول په عراق کې د بارک اوباما د تېروتنې تکرار دی. دی بیا لیکي چې ولسمشر ټرمپ هیله ده چې ژور فکر وکړي مخکې تر دې چې ورته پرېکړه کوي.
@RepKinzinger
Losing in Afghanistan would simply be a repeat of @BarackObama in #Iraq, maybe worse. @realDonaldTrump please think long and hard before making the same decision. https://twitter.com/Liz_Cheney/status/1164133020611371014 …

Liz Cheney

@Liz_Cheney
Agreeing to a deal with political timelines for withdrawal, that fails to prevent terrorist safe-havens, & puts American security in the hands of the Taliban would not be ending a war. It would be losing it — to al-Qaeda, the Taliban and ISIS.
https://www.washingtonpost.com/opinions/liz-cheney-mr-president-youre-not-about-to-end-a-war-youre-about-to-lose-it/2019/08/20/f412147a-c35c-11e9-9986-1fb3e4397be4_story.html …
د جمهوري غوښتونکو یو شمېر غړي پر پخواني ولسمشر بارک اوباما دا انتقاد کوي چې له عراقه‌یې امریکایي پوځیان وایستل او هلته داعش ته زمینه برابره شوه چې ډېرې سیمې لاندې کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.