له طالبانو سره د امریکا د موافقې په اړه د ټرمپ ګونګې څرګندونې

 

تاند- په داسې حال کې چې تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې موافقه په څو ورخو کې لاسلیک شي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې وویل له طالبانو سره د سولې خبرې کوي ځکه چې نه غواړي ملیونونه انسانان ووژل شي.

ډانلډ ټرمپ پرون (سې شنبه) له خبریالانو سره د خبرو په مهال وویل«موږ له یوې مودې راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخت یوو، وبه ګورو چې څه پېښېږي، دا د موافقې لپاره یو فرصت دی.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او ځینو نورو سرچینو ویلي چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

د طالبانو یوه مشر پاکستاني رسنیو ته ویلي «له ډېرو لوړو- ژورو وروسته په دوحه کې د امریکا له متحدوایالتونو سره د سولې خبرې بالاخره پای ته ورسېدې. موږ پر ځانګړو مهمو مسلو موافقې ته ورسېدو او غالباً به د روانې (فبرورۍ) میاشتې تر پایه موافقه لاسلیک کړو.»

دغه طالب مشر، د نوم د نه څرګندولو په شرط همداراز ویلي چې دواړو خواوو سلا کړې چې د سولې د موافقې تر لاسلیکولو مخکې به په افغانستان کې دوستانه فضا رامنځته کوي او د څو ورځو لپاره به جګړه دروي.

طالب مشران وايي، د موافقې له لاسلیکه وروسته به امریکا په لومړي ګام کې دا یقیني کوي چې د افغانستان له مختلفو محبسونو څخه ۵ زره طالب بندیان خوشي شي.

طالبان وايي چې د افغانستان د حکومت په محبسونو کې یې ۱۱ زره تنه بندیان دي.

دا ډله وايي چې د افغانستان د حکومت له لوري د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون په بدل کې به ۱۰۰۰ تنه بندیان، چې ډېری یې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتېري دي، خوشي کړي.

ولسمشر ټرمپ په تازه څرګندونو کې وویل، امریکا له پوځي لارې هم د افغانستان جګړه پای ته رسولی شي.

ده زیاته کړه،« له ۱۹ کلونو راهیسې په افغانستان کې جګړه روانه ده او امریکا پکې ښکېله ده. موږ په اسانه او ژر دا جنګ ګټلی شو. که وغواړو چې یو ملیون انسانان ووژنو؛ خو دا کار نه کوو.»

ټرمپ تر دې وړاندې هم دا خبره په دوو ډولونو کړې وه چې د افغانستان جګړه ګټلی شي خو نه غواړي چې ملیونونه خلک ووژل شي.

ټرمپ، چې د سږ کال د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټلو لپاره د افغانستان د مسلې د حل کولو په شان یوه بري ته اړتیا ویني، په زغرده ونه ویل چې امریکايي پوځیان له افغانستانه باسي.

ده د تېرې دورې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې ویلي و چې که بریالی شو خپل پوځیان به له افغانستانه وباسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.