له شخړو وروسته د بلخ نوي امنیه قومندان په کار پیل وکړ

دامریکا غږ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بلخ لپاره یې نوي امنیه قومندان معرفي او هغه خپل کار پیل کړ.

تر لنډو وسله والو نښتو وروسته، د بلخ د امنیې نوی قومندان د پنجشنبې په ماښام په کار پیل وکړ.

د امنيې پخواني قومندان، اکرم سامع او پخواني والي، عطامحمدنور، د نوي قومندان له ټاکلو سره کلک مخالفت کړی و.

د بلخ نوی امنیه قومندان جنرال عبدالرقیب مبارز معرفي شو. د پولیسو ځانګړو قطعاتو، پولیسو او اردو له منسوبینو مننه چې د دولت د قوت څرګندونه یې وکړه او د جلالتماب جمهوررئيس حکم یې بې له ځن‌‌‌‌‌‌ډه پلي کړ. د ولس له پراخ ملاتړ هم مننه. په خپلو ځواکونو باور ولرئ.

نوی امنیه قومندان د خپل کار د پیل په مهال وویل چې د خلکو د امنیت د ښه کولو لپاره راغلی او خبرداری یې ورکړ چې هرڅوک چې له «نظام او مرکزي حکومت سره» مخالفت کوي، مخه به یې ونیسي.

تر اوسه څرګنده نده چې د مخکني امنیه قومندان او د ځانګړو پولیسو تر منځ په نښتو کې څومره کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده. پرون پخواني والي، عطامحمدنور، له خلکو غوښتلي و چې په کورنو کې پاتي شي او خبرداری یې ورکړی و چې «د خپلو خلکو د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو.»

ښاغلی نور چې ویل کیږي په بلخ کې پراخ وسله وال نفوذ لري، د نوي امنیه قومندان د کار تر پیل وروسته بیا څه ندي ويلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.