له بهرنیو وېره | عبدالباري جهاني

 

له دې حقیقت څخه هیڅوک سترګي نه سي پټولای چي افغانستان د اته لسمي پېړۍ له وروستیو کلونو څخه نیولې د نولسمي پېړۍ د پای تر کلونو او بیا په شلمه پېړۍ کي د برټانوي هند او اېران مستقیمو او غیر مستقیمو مداخلو تباه کړ. د شلمي پېړۍ په پای کي د شوروي اتحاد د مستقیمي لښکرکښۍ او مداخلې نوبت سو او تر څنګ یې ټولی نړۍ، هر یوه په خپل وار لاسونه ورته را اوږده کړل. د یوویشتمي پېړۍ له پیل راهیسي بیا تر اوسه د نړۍ د تمدن، ډیموکراسی او اجتماعي عدالت علمبردارانو، متحده ایالاتو او ناټو مستقیمه مداخله پکښي پیل کړې او دا دی تر اوسه پوري دوام لري. حقیقت دا دی چي افغانستان ته ټولي ورانۍ د بهرنیانو د مستقیمو او غیرمستقیمو لاس وهنو څخه ور پیښي دي.

خو دې حقیقت ته هیڅوک توجه نه کوي چي که د اته لسمي پېړۍ په پای کي د احمدشاه بابا لمسیانو یو بل سره وهلي نه وای، شاه زمان پر له پسې اشتباهات کړي نه وای؛ د هغه تښتښدلي ورور شاه محمود او د پاینده خان زوی فتح خان د اېران په دربارکي پناه اخیستې نه وای نو اېرانیانو او انګرېزانو ته به د افغانستان په داخلي چارو کي د دونه څرګندي مداخلې زمینه چا برابرولای. په یوه لنډ مضمون کي ټولي کیسې نه ځاییږي؛ خو کیسه تر نن پوري، په یوه او بل شکل، دوام لري. سمدستي افغانستان د امریکا په سل هاوو میلیارډونو ډالرو په مستقیم خیرات ګوزاره کوي؛ چي نه یې د دې خیرات په دوام کي اینده معلومه او نه یې د قطع کېدلو په صورت کي څوک د راتلونکي پېش بینی کولای سي. اوس داسي حالت دی چي د افغانستان منورین د اشرف غني د څه کم نیمایی حکومت او د افغانستان د تاریخ د تر ټولو فاسدي ادارې پر ځای د هیڅ ډول بدیل اټکل نه سي کولای او د هغه د حکومت د ختمېدلو او احتمالي سقوط په نتیجه کي د یوه ناپایه داخلي جنګ او له تصوره وتلي فاجعې پېش بیني ورته کوي.

د اېران له قاجاریانو سره پخپله افغانانو همکاري وکړه او ملا یې ور وتړله. پر افغانستان باندي د انګرېزانو په لومړي یرغل کي، له انګرېز مکناټن او ورسره پوځونو سره خو شاه شجاع ملګری وو. په ۱۹۲۹ کال کي، د افغانستان پر شمال باندي د شوروي جنرال پریماکوف له هوايي او ځمکنیو قواوو سره، چي تقریبا دوه زره تنه افغانان یې ووژل، سپه سالار غلام نبي خان چرخي ملګری وو. پر افغانستان باندي د شوروي د سرو لښکرو له یرغل سره خوببرک او کشتمند ملګري ول. په ۱۹۹۲ کال کي خو د آی ایس آی مزدورو مجاهدو مشرانو په خپل منځي جنګونو کي، چي پاکستان به حتما مستقیم لاس پکښی درلود، کابل وران کړ، پنځه اویا زره بېګناه انسانان یې ووژل او د هیواد د فابریکو ماشینونه، ټانکونه او الوتکي یې، د اوسپنو په بیه، په پاکستان کي کباړ کړې. دا مجاهدین خو ټول افغانان وه چي نه یې د چا د مال نه یې د سر او نه یې د ناموس او عزت پروا وساتله. د بېنظیربهټو له داخله وزیر نصیرالله بابر او د آی ایس آی له بدنامو افسرانو کرنیل امام او میجرګل سره خو د طالبانو جنګیالي یو ځای د سپین بولدک له لاري، کندهار ته ننوتل. د بُن په جرګه کي خو، له زلمي خلیل زاد څخه پرته، یوازي افغان مشرانو برخه درلوده او پر افغانستان باندي د امریکايي الوتکو د بېرحمانه بمبارډ او د پیاده او زغره والو قواوو په بېدرېغه حملو کي خو مارشال !!!!! فهیم، دوستم او عطا ملګري ول. او دا نن ورځ خو هم د جان کېري په امر او هدایت جوړ سوی حکومت، چي دا پنځه کاله د خپل اساسي قانون د ټولو موازینو په خلاف چلیږي، یوازي له افغانانو څخه جوړ دی او یو خارجي برخه نه پکښي لري. نو که زموږ شهزاده ګان، خانان، مُلایان، سرداران، معلمان او پروفیسران، په داوطلبانه توګه او په ډېر افتخار، د بهرنیانو مزدوري کوي او په ټیټو سترګو معاشونه او امتیازات ورڅخه اخلي بهرنیان لا څه ته ګوري؟ پاکستان، اېران، روسیه، امریکا او نور هیوادونه هر یو په افغانستان کي سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکي ګټي لري او د دې ګټو د خوندي کولو لپاره مزدورانو ته ضرورت لري. په افغانستان کي، تر بل هر څه، د مزدورانو پرېماني ده او د هیڅ خارجي لاس نه بندیږي.

د افغانانو په تقریبا ټولو ویب سایټونو او خپرونو کي تقریبا ټول یا لږترلږه اکثریت منورین دا یوه خبره کوي چي د غني د حکومت بدیل نسته او که نن نه وي نو په هیواد کي به قیامت جوړ سي. لومړی خو له دوی څخه پوښتنه وسي چي غني کوم داسي ښه کار کړی دی چي بل څوک یې نه سي کولای. او که یې، د یوې شېبې لپاره، داسي فرض کړو چي غني ښه او مناسب مشر دی نو که هغه مړ سو او یا یې دوهمه دوره پای ته ورسېده بیا به څه کوو؟ خو بیا به هم دغه داړه ماران، غله، بېسوادان او قاچاقبران سیاسي ایتلافونه جوړوي او کوم نامتو غل به اولسمشر کوي. موږ به بیا هم ټول شیان پر خارجیانو تاوانوو؛ ځکه چي دا د سیاسي تحلیل او سیاسي نتیجه ګیری تر ټولو اسانه طریقه ده.

که څه هم چي د مجاهدینو په مشرانو او لویو قوماندانانو کي خو یو سم سړی هم نسته او د ټولو لاسونه د بېګناه خلکو په وینو سره دي او ټول د هغه یا دغه بهرني طاقت په پیسو او تنخوا لوی سوي، روزل سوي او دا اوس هم په خارجي تنخوا ګوزاره کوي؛ خو حکمتیار، چي له سره تر نوکه په وینو لړلی او د آی ایس آی تر ټولو سابقه دار او وفادار نوکر دی، په مړو او ژوندیو مشرانو کي تر ټولو سپین سترګی دی.

نن، د پنجشنبې په ورځ سهار مي، د تاند په ویب پاڼه کي یو رپوټ ولوست او په هغه کي یې د حکمتیار له قوله لیکلي وه چي بهرنیان د اولسمشری په انتخاباتو کي ښکاره لاسوهنه کوي او د شفافو او عادلانه انتخاباتو په وړاندي خنډونه جوړوي.

دا خو څرګنده خبره ده چي د بهرنیانو څخه د حکمتیارمطلب پاکستان نه دی؛ ځکه چي یو خو له لومړۍ ځوانۍ څخه تر اوسه پوري د پاکستان د آی ایس آي وفادار نوکر دی او میاشت یوه نیمه مخکي یې، په یوه مرکه کي، ټول هغه کسان بې شعوره وبلل چي د پاکستان سره مخالفت کوي. طبیعي خبره ده چي له بهرنیانو څخه به یې مطلب امریکا وي؛ ځکه بل داسي بهرنی قدرت چي په افغانستان کي د داسي څرګندي لاسوهني، چي د حکمتیار خوا دي وربده کړي، نسته. زه له خپلو لوستونکو څخه هیله کوم چي یو ځل د تاند په ویب پاڼه کي د هغه صالون عکس وګوري چي حکمتیار له خپلو طرفدارانو سره پکښي ناست دی. دا بنګله، چي حکمتیار خپلو ملګرو ته، چي زه یقین لرم په هر څه پوهیږي، د خارجي مداخلو په باب شکایت پکښي کوي، لس هاوو میلیونه ډالره ارزښت لري. حکمتیار پر دې برسېره له امریکا څخه له کاله څلور میلیونه ډالر تر لاسه کوي او چي له کوره څخه وزي نو د موټرونو کاروان یې تر اشرف غني او حامدکرزي په کمه نه وي. حکمتیار څه باندي درې کاله مخکي د خپلو بدماشانو د لښکر په بدرګه، چي توپکونه او راکټ لنچرونه ورسره وه، کابل ته ننووت. دا ټول کارونه د امریکایانو په اجازه او هدایت سوي دي، کنه نو چاته به څه مجال وو چي هغه حکمتیار ته، چي څه موده مخکي یې امریکایانو پر سر پنځه میلیونه ډالر انعام ایښی وو، په کابل کي په دومره خلاصه غېږ هرکلی ووايي. حکمتیار ویلي دي:

« بهرنیان په افغانستان کي د ځواکمن حکومت، معتبر پارلمان او ملت شموله ګوندونو د جوړېدلو مخنیوی کوي او د خپلي خوښي حکومت د جوړولو په لټه کي دي. بهرنیان د افغانانو تر منځ د ملي یووالي ختمول او د قومونو جنګول غواړي او هڅه یې داده چي افغانستان د عراق او سوریې له برخلیک سره مخامخ کړي»

حکمتیار ته خپل د رهبری مقام اجازه نه ورکوي چي د بهرنیانو نوم واخلي او باید له ډیپلوماسی څخه کار واخلي خو عراق او سوریې ته له اشارې څخه یې په زغرده معلومیږي چي مطلب یې امریکا ده. اوس نو که حکمتیار هم د امریکا له مداخلو څخه شکایت وکړي نو سړی به څه ووايي؟ حکمتیار څه موده مخکي د افغانستان اولسي جرګې ته خپل دوه زامن کاندید کړل. د ده له ټول تلاښ او انتخاباتي مبارزې او د کابل په ښار کي له خپل ټول محبوبیت!! سره سره یې دواړه زامن ورڅخه ناکام سول. څرنګه چي حکمتیار صاحب پر ډیموکراسی باندي فوق العاده باور او ایمان لري نو یې ځان د جمهوري ریاست مقام ته کاندید کړ. سړي ته هغه متل ور په یاد سي چي وايی چا په کلي کي نه پرېښود ده ویل آس مي د ملک په کور کي وتړی. زوی مړې چي بهرنیانو دي دوه زامن درناکامه کړل او د پارلمان چوکۍ یې درباندي پېرزو نه کړه نو اولسمشري به څرنګه درکوي؟ البته حکمتیار د « لیس لی الانسان الّا ماسعی » په اساس خپل بندګي وس کوي. که بریالی سو او خپلي وروستی آرزو ته، چي په ارګ ننوتل دي، ورسېدی نو دا خو به یې د خپل محبوبیت زور وي او که ناکام سو نو ده خو وختي لا ویلي دي چي بهرنیان یې قدرت نیولو ته نه پرېږدي.

ده ویلي دي« بهرنیان د افغانستان د جوړولو په فکر نه ، بلکه د ورانولو په فکر کي دي. ځکه که دوی شفاف او عادلانه انتخابات غوښتلی نو په هیواد کي موجوده بحران ډېر پخوا ختمېدلی شو» حکمتیار دا نه دي ویلي چي دا بحران، چي دا ګړی یې ټول په چاره پوري حیران دي او خبره د سپین سترګی سرحد ته رسېدلې ده، څرنګه حلېدلای سي. د دې بحران د ختمېدلو لپاره یوه عمومي نسخه په افغانستان کي له چپراسي څخه نیولې تر سیاستمدار پوري او په بهر کي د ټولو منورینو په جیبونو کي ده او هغه دا چي هر یو وايی که دی اولسمشر سي نو هر څه به ګل او ګلزار وي. زه یقین لرم چي حکمتیار به هم له دغي نسخې څخه کار اخلي. البته، رهبر دی، یو څه ډیپلوماټیکه ژبه خو به حتما کار وي.

حکمتیار دا هم وویل« چي د دې هیواد اصلي وارثین مجاهدین دي او دا هیواد د دوی په وینو آزاد شوی او یواځي همدوی کولی شي چي دا ملت متحد کړي، ملي یووالی ټینګ او هیواد له بحرانه وباسي»

له حکمتیار څخه، چي هم د امریکا پر سترخوان ناست، هم یې له نازونو او نعمتونو څخه برخمن دی او هم بد رد ورته وايي، څوک پوښتنه وکړي چي د هیواد اصلي وارثینو، چي دی یې پخپله له رهبرانو څخه وو، یو ځل امتحان ورکړی دی. دا بحران خو د دوی د حکومت، قتل عامونو او تېریو له امله پیل سوی او د ختمېدلو څرک یې نه لګیږي. دا خو د دوی د توري برکت وو چي د پاکستان صدراعظم نوازشریف په پارلمان کي وویل چي د افغانسنتان پوځ یې داسي ټوټه پارچه کړ چي د افغانستان په تاریخ کي به بیا جوړ نه سي او پارلمان باید د ده د دې خدمت مننه ورڅخه وکړي. « پز پرې کړي که شرم درلودلای د چړې نوم به یې نه اخیستلای» زه نه پوهېږم چي د مجاهدینو په نوم لا څوک ولي نه شرمیږي او لا څرنګه افتخار ورباندي کوي. د کابل په قتل عامونو او د کندهار په بې ناموسیو کي خو د مجاهدینو ټولو تنظیمونو برخه درلوده. او د طالبانو د سقوط په وخت کي خو د امریکا او ناټو له پوځونو سره، له حکمتیارصاحب څخه پرته، ټول مجاهدین ملګري ول او د وطن اوسنی حالت، چي هیچا ته یې د نجات لاره نه معلومیږي، خو د همدغو مجاهدینو برکت دی. مځکي، غونډۍ، جایدادونه، کانونه، ګمرکونه خو دغو مجاهدینو یووړل. او چي سړی د حکمتیار خبري ته ځير سي نو په ریشتیا چي مجاهدین د دې خاوري حقیقي وارثین دي. که نه وای نو د خپل پلار خاوره به یې داسي په پوړه زړه نه سره وېشلای.

نسخه له هیچا سره نسته او زه خو ځکه د نسخې ادعا نه سم کولای چي په ژوند کي مي سیاست کړی نه دی. خو د یوه سپین ږیري افغان په حیث مي له خپلو ټولو خویندو او وروڼو څخه هیله دا ده چي د بدیل نه درلودلو له کمزوري منطق څخه لاس واخلي. اشرف غني خو پاچا نه دی چي له مرګه وروسته به یې زوی پاچا کیږي او د ده په څېر بې عیبه نظام به چلوي. اشرف غني که هر څونه اوږد ژوند ولري هم به تر بلي احتمالي دورې وروسته له کاره لاس اخلي او قدرت به بل چاته ته سپاري. زه یقین لرم چي د اشرف غني په مقابل کي ټول کاندیدان تر ده بد خلک دي؛ مګر د دې معنی دا نه ده چي دی باید قدرت ته دوام ورکړي. که په ټول هیواد کي تر اشرف غني او د هغه تر مخالفینو اهل څوک نه وي نو زه خو وایم چي د دې هیواد جنازه پورته کړی او دعا ورپسي وکړی. د دې هیواد په شپو پسي شپې راتلونکي دي او د نجات لوری یې نسته.

زه بیرته خپلي پخوانۍ خبري ته ګرځم چي د هیواد د تباه کولو اصلي عاملین موږ افغانان یو او که یې موږ ونه ژغورو او د نجات په فکر کي نه سو بل هیڅوک یې نه ژغورلای سي او نه یې څوک د ژغورلو په فکر کي دي. د خپلو پلرونو او نیکونو دا ضرب المثل مو باید سرمشق ګرځولی وي چي ( بیګانه عیب خانه )

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.