لاوروف: د سولې داسې موافقه مهمه ده چې د ټولو افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي

دآزادی راډیو

د روسیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره داسې یوه موافقه مهمه ده چې وروسته، د ټولو افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره زمينه برابره کړي.

ښاغلي لاوروف وویل چې دوی له طالبانو سره تماس لري او هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.

نوموړي وویل: “بالاخره، په عملي ډول که ورته وکتل شي، لیدلائ شو چې امریکا اوس په افغانستان کې له مهمو اړخونو ده. امریکا د یوه لوی ائتلاف مشري کوي. په افغانستان کې عسکر لري او مذاکرې کوي. البته، موږ ددې ملاتړ کوو.”

سرګې لاوروف دا بیان پرون، د جنورۍ په ۱۷مه ، په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې ورکړی دی.

هغه همداراز په خپلو خبرو کې، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د خپلو ډیپلوماتیکو هڅو او د افغانستان پر حالاتو د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پر اغېزو معلومات ورکړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړه، طالبان هڅوي چې موافقه وکړي او خپل اوسنی موقف په افغانستان کې له نورو سیاسي قوتونو سره مخامخ خبرو او ډیالوګ ته بدل کړي.

په دوحه کې د وسله والو طالبانو سیاسي دفتر تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو امکان رسماً نه دی تائید کړی.

د روسیې حکومت د ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر کې په مسکو کې د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه پلاوي کوربه و.

روسیې په وروستیو کلونو کې مکررې هڅې کړې چې په افغانستان کې د سولې لپاره پر مذاکرو خپل نفوذ څرګند کړي او یوازې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې په دې اړه درې غونډې را وبللې چې د طالبانو استازو او په افغانستان کې یوشمېر پېژندل شوی و سیاستوالو په کې ګډون کړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په سوله کې د ایران د رول اهمیت ته هم اشاره کړې ده.

روسيې، امریکا او چین په وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو یوه درې اړخیزه ډله هم جوړه کړه چې وروسته پاکستان هم ور شامل شو.

سرګې لاروف په مسکو کې په پرونۍ خبري غونډه کې د یوه افغان خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د غیر رسمي مشورو او خبرو په دې ډله کې به د ایران غړیتوب هم مناسب وائ، خود واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا یې مخنیوی کړی دی .

هغه وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ باید کم شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: “که چېرې د ایرن او امریکا ترمنځ کړکېچ لا زیات شي، نو موږ باور لرو چې د کړکېچ زیاتېدل د سیمې د هېڅ یوه بحران له کمولو سره مرسته نه شي کولائ.”

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دوبي کې دوه واره په تهران کې د طالبانو د یوشمېر سیاسي مشرانو کوربه و او له هغوق سره یې په افغانستان کې د سولې لپاره د موافقې په اړه پر هغو مذاکرو چې له امریکا سره یې کوي، خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع د وزارت د یوه رپوټ په حواله چې د امریکا غږ راډیو په دوبي کې خپور کړ، ویل شوي و چې د ایران حکومت وسله والو طالبانو ته وسلې ورکړي، مالي ملاتړ یې کړی او د هغوي وسله وال یې هم روزلي دي.

د پنټاګون په رپوټ کې ویل شوي و چې تهران هڅه کوي چې پر طالبانو د نفوذ د زیاتولو لپاره په هغه هېواد کې د داعش له شره ځان وژغوري او همدا راز که چېرې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې موافقه کوي، د افغانستان په حکومت کې د ځان لپاره د پښې ځای جوړ کړي.

د پنټاګون په رپوټ کې لیکل شوي وو: “ایران نه غواړي چې طالبان بشپړ قدرت په لاس کې واخلي، خو غواړي چې پر دې ډله نفوذ وساتي او که چېرې هغوی د افغانستان په اینده حکومتونو کې ځای پیدا کوي، د ایران تله درنه وساتي.”

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.