لاروف: که د افغانستان حکومت ټولشموله و، په پرانستونکو مراسمو کې یې ګډون کوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۵) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، روسیه په هغه صورت کې د افغانستان د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي چې ټولشموله وي.

لاوروف نن / دوشنبه/ وویل«موږ د حکومت جوړولو د هغې پروسې ملاتړ کوو چې د طالبانو او پر پښتنو سربېره د نورو قومي ډلو لکه هزاره ګانو، ازبکانو او تاجکانو په شمول د افغان ټولنې د ټولو خواوو استازیتوب وکړي. یوازې یو ټولشموله حکومت نوي ژوند ته سم انتقال تضمینولی شي…. که دا یقیني شي، باور لرم چې موږ به په ګډه په دې مراسمو کې له نورو هیوادونو سره چې د افغانستان پر حالاتو اغېز لري او مراسمو ته بلل شوي دي، ګډون وکړو.»

لاوروف چې له خبریالانو سره ږغېده، تایید کړه چې روسیې ته د افغانستان د نوي حکومت په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د راپورونو له مخې، طالبانو ترکیې، چین، قطر، پاکستان، ایران او روسیې ته بلنه ورکړې ده چې د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

خو د چین د باندنیو چارو وزارت نن په دې اړه بې خبري څرګنده کړه. او ایران پر پنجشېر د طالبانو حمله وغندله ویې ویل، د هغه څه په اړه اندېدښنه لري چې په دې ولایت کې پېښ شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې نوی حکومت به موقت وي او وزیران به یې سرپرستان وي.

ده په دې اړه چې وروسته به مشروع او قانوني حکومت د ولس په رایو راځي او که په کومه بله طریقه، بې خبري وښوده او ویې ویل چې ښايي د حکومت له اعلانېدو وروسته په دې اړه پرېکړه وشي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.