قطر کې د دولت او طالبانو مرکچیانو پر یو بل نوي تورونه پورې کړل

دآزادی راډیو

په قطر کې د دولت او طالبانو د مذاکراتي ډلو غړي پر یوه او بل تور پورې کوي، چې د منل شویو اصولو خلاف ځینې مسایل له رسنیو سره شریکوي.

که څه هم د دولت یوه مذاکره کوونکې وايي، اصلاً د طالبانو له خوا ځینې مسایل له رسنیو سره شریکېږي، خو د طالبانو یوه مذاکره کوونکی بیا د دولت مذاکراتي ډله ملامتوي.

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ پر طرزالعمل د بحثونو په ترڅ کې اختلافات په زیاتېدو ښکاري.

دا مهال دواړه لوري یو او بل له ځینو منل شویو اصولو په سرغړونه تورنوي.

دواړو لوریو د طرزالعمل په لومړیو مواردو کې پر دې سلا کړې وه چې له رسنیو سره به د خبرو د روان بهیر په اړه معلومات له سلا مشورې وروسته شریکوي.

د دولت د مذاکراتي ډلې یوې غړې حبیبې سرابي ازادۍ راډیو ته وویل، دوی کره معلومات لري چې طالبانو ځینې موارد له رسنیو سره شریک کړي دي
هغې زیاته کړه: “ډېر کره موارد شته چې طالبانو خپله ځینې موضوعات بهر ایستلي یا منعکس کړي دي، دوی تر ډېره غواړي موږ تورن کړي، حال دا چې دا د اسلامي جمهوريت هیئت دی چې بدیلې لارې وړاندیز کوي، ځکه موږ کنګل شوی یا وچ سوچ نه لرو، بلکې هڅه کوو چې بېلابېلې حل لارې پیدا شي.”

خو د مېرمن سرابي تر دغو خبرو مخکې د طالبانو د مذاکراتي ډلې یوه غړي د دولت مذاکره کوونکې ډله تورنه کړې، چې ځینې موضوعات د منل شویو اصولو خلاف له رسنیو سره شریکوي.

د طالبانو له الاماره ویبپاڼې سره په خبرو کې دا تور پورې کړ.
هغه وویل: .”زموږ د کړنلارې یوه ماده دا وه تر هغو چې پر یوه بند موافقه ونه کړو، باید هېڅکله رسنیز نه شي او په مطبوعاتو کې ونه ویل شي، ځکه دا د مذاکرو د پرمختګ او وړاندې بېولو په ګټه کار نه دی، خو له بده مرغه د مقابل لوري د ډلې غړو مخکې له دې چې موږ یوې موافقې ته ورسېږو یا یو بند حل شي، د مذاکرې ټول اصول له مطبوعاتو سره شریک کړل، په ځینو مواردو کې دوی موضوعات تحریف کړي هم دي.”

په قطر کې د دولت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ مذاکرې د سېپټېمبر پر ۱۲مه پیل شوي، خو د رسمي خبرو د پیل لپاره د کوم پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.

د رسمي خبرو په وړاندې یو خنډ د کړنلارې پر ټولو ټکو د دواړو اړخونو له خوا نه سلا کېدل دي، چې ویل کېږي ځینې اختلافي ټکي لا حل شوي نه دي.

د دولت د مذاکره کوونکې ډلې غړې حبیبه سرابي وايي، د دوی وروستۍ غونډه تېره چهارشنبه وه، خو له هغې راوروسته د هغې په خبره د دواړو ډلو تماسونه روان دي او دا په دې معنی نه ده چې دوی به بله غونډه نه کوي.

د طالبانو د مذاکره کوونکې ډلې غړي مولوي عبدالسلام حنفي وویل، ځینې «داخلي او بهرني جریانونه» شته چې نه غواړي د سولې مذاکرې او د سولې پروسه بریالۍ شي، خو ښاغلي حنفي د دغو جریانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې څوک دي.

د شنبې په ورځ په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي هیئت یوې سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د طالبانو ډله پر موضوعاتو د پرېکړې صلاحیت نه لري، خو د طالبانو هیئت بیا تور پورې کړی و، چې د دولت د مذاکره کوونکې ډلې په غړو کې د نظر اختلاف شته.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.