قریشي: سوله مو دې ځای ته راورسوله، نور د افغان مشرانو کار دی

 

تاند، شنبه، د حوت ۳مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د افغان سولې په رابطه غوره رول لوبولی او نور د افغان سیاستوالو او مشرانو خپل کار دی چې سوله کوي که ګډوډي جوړوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د مطبوعاتو دفتر د قریشي له قوله ویلي، پاکستان به د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې موجود وي ځکه دا هوکړه د پاکستاان له همکارۍ او مرستې بریالۍ کېدای نه شوه.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د ښاغلي قریشي له قوله همداراز ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون له امضا وروسته به د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی ټاکل کېږي چې په دې ځای کې د پاکستان رول ختمېږياو دا په افغان مشرانو پورې اړه لري چې د سولې خبرو ته څه ډول پرمختګ ورکوي: (( اول دا ډیره سخته وه چې نړۍ قانع کړو چې افغان جګړه سیاسي حل غواړي، بیا مذاکراتو ته د طالبانو کېنول اسانا نه وو او په دوحه کې د مذاکراتو پیلول هم ساده خبره نه وه.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت لا هم د پاکستان په نیت شک لري او وايي، اسلام اباد باید د سیمه ییز امنیت لپاره تفاهم ورسره وکړي او د ترهګرو له ملاتړ څخه دایمي لاس واخلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.