قریشي: امریکا مجبوره شوه چې د افغانستان په اړه زموږ حللار ومني

 
تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې امریکا مجبوره شوه چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره د پاکستان حللار ومني.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شاه محمود قریشي وویل«بالاخره امریکا مجبوره شوه چې د افغانستان د شخړې په اړه زموږ حللار ومني او زموږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي.»

پرون هم پاکستاني رسنیو د ښاغلي قریشي له قوله ویلي و چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د وروستي سفر په لړ کې ورڅخه وغوښتل چې کابل ته لاړ شي او له افغان مشرانو سره د سولې پر پروسې خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې شاه محمود قریشي د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ کابل ته راشي.

پاکستان، چې طالبان په خپل کنترول کې لري، د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره له امریکا د پوځي او مالي مرستو ترڅنګ غواړي چې په افغانستان کې د هند د مرستو او نفوذ مخه ونیسي.

که څه هم شاه محمود قریشي په زغرده ونه ویل چې امریکا د افغانستان د مسلې په حل کې د پاکستان کومه حللار ومنله خو غالباً د ده اشاره هغو امتیازونو ته ده چې دا هیواد یې په افغانستان کې غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، موږ باوري یوو چې د افغانستان مسله پوځي حللار نه لري او دواړه خواوې باید د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

ده دا هم وویل«کله چې تحریک انصاف (د افغانستان په اړه) د خبرواترو یادونه کوله، نورو به موږ طالبان بللو خو اوس دا دی ټول زموږ سره موافق دي.»

قریشي دا هم وویل، ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته غوښتل چې د افغانستان مسله له پوځي لارې حل کړي خو وروسته پوی شو چې په پوځي قوې له جبۍ (باتلاق) څخه وتلی نه شي او باید پر خبرواترو فکر وشي.

تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ ویندوی وویل، امریکا ته ښه دا ده چې د سیمې د یوه دوست په توګه له افغانستانه ووځي نه د یوه ماتې خوړلي هیواد په توګه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.