قرلق: ټاکل شوې جنرال دوستم په راتلونکو ۱۰ورځو کې هېواد ته راستون شي

دآزادی راډیو

د افغانستان د مشرانو جرګې غړی او عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس عبدالله قرلق وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني له خپل لومړي مرستیال سره ټلیفوني خبرې کړي او ممکن ښاغلی دوستم په راتلونکو لسو ورځو کې هېواد ته راستون شي.

عبدالله قرلق د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۳۰» ازادي راډیو ته وویل چې ترکیې ته د افغان ولسمشر په سفر کې له عبدالرشید دوستم سره ملاقات د اجنډا یوه برخه وه.

د قرلق په وینا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د حساسوالي له امله محمد اشرف غني هېواد ته راستون شو او له لومړي مرستیال سره یې لیده کاته ونه شول.

د مشرانو جرګې دغه غړی زیاتوي چې محمد اشرف غني له عبدالرشید دوستم سره ټلیفوني خبرې وکړې.

نوموړی وايي، ممکن په راتلونکو لسو ورځو کې د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هېواد ته راستون شي.

نوموړي زیاته کړه
“که څه هم له جنرال دوستم سره ملاقات د ولسمشر په اجنډا کې و، خو د افغانستان د امنیتي ضعیت په خاطر ولسمشر بېر ته راستون شو او ښاغلي دوستم سره یې په اړوند موضوع ټیلفوني خبرې وکړې او مطلب حل شو چې ډېرې خبرې د هغه په بېرته راستنېدو وې ممکن، عبدالرشید دوستم تر راتلونکو لسو ورځو هېواد ته راستون شي.”

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون په هدف چې د بیت المقدس په اړه په استانبول کې جوړه شوې وه ترکیې ته تللی و او د شنبې په سهار بېرته هېواد ته شو.

د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د لومړي مرستیال د ټیلفوني خبرو په اړه مو د ولسمشر له مرستیال ویاندیانو شاه حسین مرتضوي او دواخان مینه پال سره اړیکې ټینګې کړې، خو نوموړو دغه ټيلفوني خبرې نه تائید او نه هم رد کړې.

بل خوا د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه جنسي زورونه تورن دی.
د دغې ادعا په تړاو تېر کال د کابل لومړۍ محکمې د ښاغلي دوستم ۹ ساتونکي مجازات او په بند یې محکوم کړل.

تېر کال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کسانو خبر وکړی و چې ښاغلی دوستم ترکیې ته د روغتیايي درملنې لپاره تللی.

نوموړی دا مهال د ترکیې په انقره ښار کې اوسېږي، له دې وړاندې د ملي جنش ګوند ویاند ویلي و چې ټاکل شوې عبدالرشید دوستم کابل ته ستون شي او د یو قانوني پارلمان د رامنځ ته کېدو لپاره په انتخاباتو کې ونډه واخلي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، د جوزجان د پخواني والي ادعا نه شي کولای افغانستان ته د عبدالرشید دوستم د راتګ مخه ونیسي.

د دغې جرګې غړي عبدالقادر ځاځي وطن دوست په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“دغه قضیه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال مانع کېدای نه شي، نوموړی کولای شي خپل هېواد ته راشي، که چېرې څوک په هغه «عبدالرشید دوستم» ادعا لري وروسته کولای شي له قانوني لارو یې مخ ته یوسي.”

نوموړی همدا شان هېواد ته د ښاغلي دوستم د احتمالي بېرته راستنېدو هرکلی کوي او وايي، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده ټول سیاسي او حکومتي مشران یو بل ته لاس ورکړي او د تروریستانو د ګواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.