قرغزستان: شانګهای سازمان به د افغانستان د بحران د حل لپاره په ګډه هڅې وکړي

دآزادی راډیو

د انټرفکس خبري آژانس د راپور له مخې د شانګهای د همکارۍ د سازمان ۸ دایمي او ۴ څارونکو غړو نن شل سندونه لاسلیک کړل چې یو یې د تماس ډلې د لارې نقشه ده.

د دې سند هدف د غړو هېوادونو په وینا د افغانستان کړکېچ ته چې د یوې حل لارې موندل دي.

د دې موافقې مسوده د افغانستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو د اپریل په ۲۰مه د افغانستان او د شانګهای د همکارۍ د سازمان د تماس ډلې په غونډه کې چمتو کړې وه.

د قرغزستان ولسمشر سورون بای جین بیکوف چې هېواد یې د دې سرمشریزې کوربه دی په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل، د شانګهای د همکارۍ د سازمان یوه مهمه دنده به دا وي چې د افغانستان د بحران د حل لپاره به په ګډه هڅې کوي.
د بشکېک د سرمشریزې په اعلامیه کې راغلي، د دې ټولنې غړي هېوادونه په‌دې باور دي چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره مهم او اساسي فکتور د افغانستان د کړکېچ سمدستي حل دی.

د افغانستان د تماس ډلې لپاره د لارې د نقشې په ګډون شل موافقې نن لاسلیک شوې.
بیان زیاتوي چې د دې سازمان غړي د سیاسي ډیالوګ له لارې د سولې او اقتصادي پرمختګ او د تروریزم او مخدرو موادو پرضد په مبارزه کې د افغان حکومت او خلکو د هڅو ملاتړ کوي.

اعلامیه زیاتوي، د افغانستان د جګړې پای ته رسول له سیاسي حل‌لارې او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ټولو ښکېلو اړخونو په ګډون د سولې له پروسې پرته بل بدیل نه‌لري.

د شانګهای د همکارۍ د سازمان په اعلامیه کې له ټولو هېوادونو او نړیوالو موسسو او په سر کې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره په خپلو کې همکاري پراخه کړي.

د بشکېک د سرمشریزې د اعلامیې په پای کې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د تماس د ډلې او د مسکو د پروسې ونډه مهمې بلل شوې دي.

روسیه، چین، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، هند او پاکستان د شانګهای د همکارۍ د سازمان اته دایمي غړي او افغانستان، ایران، بېلاروس او مالداویا یې څارونکي غړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.