فېروز: تر ۵ کالو به افغانستان کې د زړه او سرطان درملنه ممکنه شي

 

تاند، سه شنبه، د اسد لومړۍ: عامې روغتیا وزارت وايي، داسې تګلاره یې جوړ کړې ده چې له مخې به یې راتلونکو پنځو کلونو کې خطرناک ترینې ناروغۍ هم په کور دننه تداوي کېږي.

د عامې روغتیا وزیر نن سه شنبه د خصوصي سکټور لپاره د وزارت د پالیسۍ د اعلان پر مهال وویل، د دې پالیسۍ له مخې به پنځو ولایتونو کې صحي سکټور کې پرمختګونه راشي او د لویو ناروغیو درملنه به هم ورسره اسانه شي.

تر وروستیو کلونو پورې لا هم سرطان، د غړو پیوند او د زړه ناروغي افغانستان کې نه تداوي کېده او خلک به مجبور وو چې ددغو ناروغیو په درملنه د کال ۲۷۰ میلیونه ډالر بهر ته وباسي، خو د روغتیا وزیر ښاغلی فېروز وايي، تېر کال ډېر پرمختګونه شوي او کم تر کمه په درملنې پسې له افغانستان څخه د ۷۰ میلیونه ډالرو د وتلو مخه ورسره نیول شوې ده.

ښاغلی فېروز وايي، دا ستراتیژي به له ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۳ پورې په روغتیايي سکټور کې خورا پرمختګونه راولي او پر دغه سکټور به ورسره د دولت نظارت هم پياوړی شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې هر کال په روغتیايي خدمتونو ۲ اعشاریه ۴ میلیارده ډالر لګښت راځي چې یو اعشاریه ۸ ملیارده یې د افغانانو له جیبه ځي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.