فهیم: په پام کې ده چې ۲ میلیونو او ۶ لکو کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسول شي

دآزادی راډیو

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزیر وايي، د ژمي له رارسېدو سره تر اوسه له څه باندې یو میلیون زیانمنو شویو کسانو سره د خوراکي موادو مرستې شوي او د مرستو دغه لړۍ به د ژمې تر پایه دوام وکړي.

خوراکي مواد، خېمې، د پخلنځي لوازم، ګرمې جامې، درمل، کمپلې، بوټان، نغدې پیسې او داسې نور هغه څه دي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت د وزیر په خبره، د ژمي د موسم لپاره یې تیار کړي دي.

نجیب اغا فهیم دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استماعیه غونډه کې وکړې.

ښاغلي فهیم وویل، زیانمنېدونکي ولایتونه یې درجه بندي کړي، د موادو لېږد یې پیل شوی او د وېش لړۍ یې روانه ده.
ده وویل:

“تر اوسه په ۱۶ ولایتونو او ۷۱ ولسوالیو کې پر یو میلیون او پنځه لکو کسانو خوراکي او غیر خوراکي مواد وېشل شوي، د وېش دغه لړۍ روانه ده او په پام کې ده چې د حمل تر میاشتې دوام وکړي، همداشان په پام کې ده چې دغه مرستې دوه میلیونو او شپږ لکو کسانو ته ورسول شي.”

مشرانو جرګې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزیر د دې لپاره د جرګې عمومي غونډې ته وربللی و چې په ژمي کې زیانمنېدونکو ولایتونو ته د خپل چمتووالي په اړه سناتورانو ته معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي په موسم کې د هېواد د سړو سیمو اوسېدونکي د خوراکي او د سونګ د موادو له نه شتون سره مخ کېږي.

ښاغلي فهیم وویل، په وروستیو میاشتو کې د بادغیس، کندهار، فاریاب، کندز او ځینو نورو ولایتونو له شااوخوا ۳ لکو زیانمنو شویو کسانو سره مرسته شوې ده.

د ده په خبره، تر اوسه څه باندې لس زره خېمې چې د تورخم له لارې او له نورو هېوادونو هېواد ته را رسېدلي، په اړو کسانو وېشل شوي او د وېش لړۍ یې اوس هم روانه ده.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې په دې ورځ یې د جرګې مشري کوله، له دولته وغوښتل چې د ژمي په موسم کې له زیانمو کسانو سره لازمې مرستې وکړي.
دی وایي:

“افغانستان د یوه غرني هېواد په حیث ډېر زیانونه ویني، په تېره په غرنیو ولایتونو کې د ژمې په موسم او د واورو د ورېدو پر مهال، هیله مند یم چې بېړنیو پېښو ته سمه رسېدنه وشي.”

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څو کلونو کې د ژمي په موسم کې د هېواد په سړو سیمو کې ګڼو کورنیو شکایتونه کړي چې مرستې یا نه دي ور رسېدلي او یا تس نس شوې دي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو ټینګار وکړ چې باید مرستې مستحقو کسانو ته ورسېږي.

راپور: خان محمد سیند

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.