فرد او فرديت

 

 

دستگير روشنيالی

فرد او فرديت

د ما انقلاب، د ما او تا انقلاب، د هر انسان انقلاب

د فرديت پيږندنه د بشري تاريخ تر ټولو لوی او ترټولو ازادي بښونکی انقلاب وو چي اوس هم ادامه لري او معلوم نه دی چي کله به ختم کيږي. دي انقلاب نه يوازي ټولنه او فرهنگ په بل مخ واړول، نه يوازي یي په ټولنه کي د حاکميت ستونزه حل کړه، نه يوازي یي د تفکر او سياست د خپلواکي په لور حرکت پياوړی کړ، بلکي په انساني ژوند کي یي د فلسفي، د عقل او د علم ځواک، رول، تاثير بي ساري توگه غښتلی کړ، د خرافاتو او افسانو له اسارت د انسان د خلاصون لاره همواره شوه، په تبعيض، نفرت او تعصب د غلبي يوازنی حل پيدا شو, انسان د ټولني او ټولنيز ژوند په واحد بدل شو، انسان د قضاوت، حق او سياست معيار شو…

دا انقلاب تر هر بل انقلاب پياوړی دی. دا د ما او تا انقلاب دی. دا د هر انسان انقلاب دی. دا دهرې ښځې او هرنارينه انقلاب دی. هيڅوک او هيڅ شی د دی انقلاب مخه نشي نيولاي. له ستونزو او خنډونو سره سره دا انقلاب هره لحظه پر مختگ کوي او يو په بل پسي د پيړيو زاړه د استبداد زندانونه ماتوي او تاريخ ته یي سپاري. دا پرون ته د ور گرزولو انقلاب نه دی، دا د نن او سبا انقلاب دی.

د دی انقلاب واحد طبقه، قوم، نژاد، ايديولوژي، مذهب… نه دی. د دی انقلاب واحد فرد “فرد انساني” دی. دا انقلاب د انسانانو تر منځ نفرت او فاصله نه ايجاد کوي او انسانان يو د بل په وړاندي د دوښمنانو په توگه نه دروي.

په دي انقلاب کي د نفرت د مبليغينو ځای نشته دی. دي انقلاب ته په هيڅ ډول ايديولوژي مشروعيت نه ورکول کيږي او نه ايديولوژي ته ضرورت لري.. د دی انقلاب د مشروعيت منبع انسان او انسانيت دی. دا ويشونکی انقلاب نه دی دا يو ځای کونکی انقلاب دی. دا د بلشويکانو انقلاب نه دی چي نړۍ یي په دو نه پخلاکيدونکو برخو ويشله. خو نن په چين کي دا دوه “نپخلاکيدونکي دوښمنان” د يو بل تر څنگ او له يو بل سره په همکاري کي ژوند کوي . روسيه هم سرمايداري او په ځانگړي توگه دولتي سرمايداري ته په شا ور وگرزيده . دا د ايران اسلامي انقلاب هم نه دي چي يوه ميليوني ټولنه یي پرون ته په شا ور وگرزوله دانياسوران یي واکمن کړل چي له دواړه انسان او زمان بيگانه دي. دا د ثور انقلاب هم نه دی چي د يوه گوند واکمني یي جوړه کړه. دا د مجاهدينو انقلاب هم نه دی چي دولت یي ړنگ او په ټولنه کي يوه سراسري انارشي واکمنه کړه او خلک یي مجبور کړل چي د ځان ساتني له پاره پرونيو جوړښتونو او له دي جملي قوم ته په شا ور وگرزي، د يو بل په وړاندي ودريږي او د يو د بل په سترگو کي دوښمن وويني. دا د طالبانو انقلاب هم نه دی چي د مکلفيتونو او جبر يو نظام یي جوړ کړ، هر کور یي د ښځي په زندان بدل کړ او هر چا او هر شی مصونيت له لاسه ورکړ… دا دهر چا د درناوی او د هر چا د کرامت ساتلو انقلاب دی. دا دهر چا د ازادي او د ټولو د برابري انقلاب دی او يوازي دا انقلاب کولاي شي چي په ډاډمنه توگه افغانستان وژغوري.

دا انقلاب په فرديت راگرزي او فرديت به موږ ته د خپلواکو پريکړو د کولو ميړانه را کړي او دا به په ټولنه کي د موږ هر يوه د خپلواک غړيتوب موقف پياوړي کړي او خپلواک غړيتوب به د يوې مدرنې ټولنې د جوړيدو په لور د موږ هلې ځلې څو وارې پياوړې او چټکې کړې. فرديت به موږ ته د کار کولو کفايت او د مسؤليت اخستلو ځواک را کړي او موږ به خپل ژوند په خپل لاس کي واخلو. دا انقلاب هغوي ته چي انسان په يرغمل نيسي، اراده يې غلا کوي، له انسان غلام، پيرو، مريد، خادم جوړوي، انساني ارزښتونه سپکوي وروستی ځواب دی او دوي نور نه بايد له انسانانو سره د نانځکو په شان چلند وکړي.

د دی انقلاب معيار فرديت دی او د فرديت په معيارگرزولو سره به د جنايت او جنايت کونکو د روزلو او پاللو ښوونځي يو په بل پسي ړنگ شي او هغه دگمونه او فکري سیستمونه چي جنايت توجيه کوي بي ځواکه او بي مفهومه شي. د فرديت په معيارکولو سره به د پيړيوطلسمونه او جادوگان، چي دلته يې ډيرو شيانو ته سخته او نه حل کيدونکي بڼه ورکړې او گواکي ټولنه يې د حل کولو وس نه لري، يوازي طلسم او جادو داغوټې خلاصولې شي يو په بل پسي باطل او بي اثره شي.

د دی انقلاب تر ټولو لويه لاس ته راوړنه دادی چي انسان فکرکول زده کړو. انسان له عقل د کار اخستلو شهامت تر لاسه کړ. د پيړيو پيړيو طلسونه او جادو گان يو په بل پسي دړي وړي شول. ايديولوژيک دگمونه، افساني، خرافات … کمزوري اوبي تاثيره شول او هره ورځ بي تاثيره کيږي.

د همدي انقلاب په برکت انسان ژوند په خپل لاس کي واخيست. انسان نور ژوند د مرگ په معيارونو نه سنجوي او دمرگ په ځای په ژوند پسي ځي. دي انقلاب د انسان د انتخاب حق او د ژوند د هدفمند کولو او په ژوند د واکمني چاره پياوړي کړه. سره ددې چي ژوند پراخ مفهوم لري او يوازي په انسانانو پوري تړلی مفهوم نه دي، خو له نورو ژوندي موجوداتو سره د انسانانو توپېر په دي کي چي په خپل ژوند واکمن دي او واکمن کيداي شي. په بل عبارت انسانان د طبعيت هغه ژوندي برخه ده چي د نورو په پرتله ښه ژوند کوي، د ژوند کولو ښه شرايط برابرولې شی او هدفمند ژوند کولاي شي. انسان له هماغه پېله د خپل مادي او معنوي ژوند د ښه کولو هڅې کړې چي اوس دا ډول هڅې له پخوا په پراخه توگه زياتي شوي دي.

له پورتنيو خبرو دي نتيجې ته رسېږو چي د انسان ژوند يو هدفمند ژوند دی اوبله پېاوړې ځانگړتيا يې دادی چي انسان په خپل ژوند واکمن دی.

د ژوند “هدفمند کيدل” او په ” ژوند واکمن کيدل” په بشپړه توگه د ” د انديښني او ارادي په خپلواکي کي په واقعيت بدليږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.