فرانک مکنزي: طالبانو له امریکا سره په تړون کې ژمنه شوي شرایط نه‌دي بشپړ کړي

دآزادی راډیو

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وایي چې طالبانو تر اوسه هغه شرایط نه‌دي بشپړ کړي چې د فبرورۍ په میاشت کې یې له امریکا سره د سولې د تړون پر مهال د هغو ژمنې کړې وې او دې ته‌یې زمینه برابروله چې له مخې به‌یې امریکایي ځواکونه تر راتلونکې مې میاشتې پورې له افغانستانه وځي.

جنرال فرانک مکنزي وایي، ټاکل شوې وه چې تر جولای پورې به په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر ۸،۶۰۰ ته راښکته شي، خو متحده ایالات تر ټاکلي جدول مخکې روان دي.

اسوشیټډ پرس اژانس ته، یوه بل امریکایي چارواکي چې نه‌یې غوښتل تفصیلات ورکړي، په دې شرط چې نوم به‌یې نه‌اخیستل کېږي، وویل چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر اوس ۹،۰۰۰ ته رسېږي حال دا چې په فبرورۍ کې ۱۲،۰۰۰ ته رسېده.

جنرال مکنزي ټینګار وکړ چې تر مې پورې د ټولو ځواکونو ایستل له شرایطو سره ارتباط لري. په واشنګتن کې د منځني ختیځ د انسټټیوټ له لوري د چهارشنبې په ورځ جوړ شوي وېډیو کنفرانس ته جنرال مکنزي له خپل مرکزي دفتره چې په فلوریدا کې دی بیا وویل چې دا شرایط دا دي چې باید ډاډه شو چې پر موږ بریدونه نه‌کېږي؟ او اوس صادقانه وایم که په دې برخه کې زما نظر واخلئ پر دې بشپر عمل نه‌دی شوی.

جنرال مکنزي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ پر دې تمرکز کوي چې وار له مخه له افغانستانه ټول امریکایي ځواکونه وباسي او پر خپلې دې ژمنې عمل وکړي. ټرمپ ویلي دي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د پولیسو نقش لري، نو له دې شخړې چې دوو لسیزو ته نږدې شوې ده باید بهر شي.

د مې په وروستیو کې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د ژر تر ژره وتلو خبره وکړه او افغان ځواکونه‌یې وهڅول چې د خپلې خاورې دفاع په خپله وکړي.

ده په ټویټر کې ولیکل: “خپل ځواکونه بېرته خپل کور ته راولئ، خو له نږدې یې څارئ چې هلته څه روان دي او که اړتیا شوه د تندر غوندې برید پرې کوئ، نه د پخوا په څېر.”
ولسمشر ټرمپ تل د افغانستان د جګړې پر ډېرو لګښتونو اعتراض کړی دی او داسې اوازه ده چې دی ښایي تر نومبر پورې چې په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ انتخابات دي ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو په کانګرس کې ځینې اندېښنې شته.

په سنا کې د استخباراتي کمېټې څلور غړو چې په دوی کې د دې کمېټې مرستیال مارک وارنر چې په خپله ډيموکرات دی د سې شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو مشر جان راتکلف ته ولیکل چې په افغانستان کې د استخباراتو د پلان بیا ارزونه وکړي که چېرته تر نومبر پورې ټول ځواکونه له دغه هېواده وځي.

د سنا د دې کمېټې په لیک کې دا هم ویل شوي چې په غیر طبیعي ډول او ژر د ځواکونو له ایستلو سره به هغه لاسته راوړنې ضایع شي چې په افغانستان کې یې لرو او دا به یوازې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې نه‌وي د افغانستان د حکومت او ځواکونو په برخه کې به مو هم لاسته راوړنې ضایع شي.
جنرال مکنزي وویل، متحده ایالاتو ته طالبان تهدید نه‌دي کله هم نه، خو هغه ډلې ټپلې چې دوی په افغانستان کې پرېښې دي لکه داعش او القاعده امریکایان تهدیدوي.

جنرال مکنزي زیاته کړه چې طالبان په طبیعي ډول له داعش سره جوړ نه‌دي او د هغوی پر ضد هڅې کوي، خو دا ډېره واضح نه‌ده چې دوی به د القاعده پر ضد لاس په کار شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.