غنی: که له سولې د طالبانو هدف د حکومت او ټولنې پرځول وي، پر وړاندې یې درېږو

دآزادی راډیو

د افغانستان ولسمشر وایي که چېرته طالبان سمه سوله کوي ولس‌یې مني، خو اشرف غني په قطر کې د طالبانو د مشرانو اعمالو ته د شک په سترګه ګوري.

د افغانستان ولسمشر په دې باور دی چې د طالبانو وسله‌وال له جګړو ستړي شوي دي، خو مشران‌یې باید له سولې څخه واک ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده ونه‌کړي.

د سویس په داووس ښار کې د “نړیوالې اقتصادي غونډې” ترڅنګ په یوه بحث کې ولسمشر اشرف غني د چهارشنبې په ورځ وویل: “طالبان چمتو دي چې شخړې ختمې کړي. که چېرته دوی دا غواړي افغان ټولنه حاضره ده چې دوی بېرته ومني، خو که چېرته دوی له سولې د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي چې حکومت او ټولنه راوپرځوي، نو بیا به ټولنه او حکومت د دوی په وړاندې ودرېږي.”

ولسمشر غني زیاته کړه چې د طالبانو وسله‌وال له جګړو ستومانه شوي: “د طالبانو سرتېري له جګړې سخت ستړي دي، خو هغه کسان چې یې په دوحه کې ناست دي څلور پنځه ښځې یې کړې دي له ژونده خوند اخلي او په پانګه‌والو بدل شوي دي.”

ازادي راډیو د افغانستان د ولسمشر د دې څرګندونو په اړه په قطر کې د طالبانو د دفتر نظر وغوښت. د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین وايي “هغوی (افغان حکومت) چې د سیاسي دفتر هڅو او لاسته راوړنو وارخطا کړي، دا ‌‌‌‌‌‌ډول تورونه لګوي، خو افغان ولس هر څه ویني او په داسې تورونو څوک په سترګو کې خاورې نه‌شي اچولی.”

خو د دې راپور تر خپرېدو پورې مو د هغوی نظر نه‌دی ترلاسه کړی.

اشرف غني بیا وویل چې هېڅ جګړه په ځانګړي ډول د ۲۰مې پېړۍ د وروستیو او د ۲۱مې پېړۍ جګړې له سیاسي جوړجاړي پرته نه‌دي حل شوي.

طالبانو هم د افغانستان د جګړې د حل لپاره پر سیاسي خبرو ټینګار کړی او د دوی استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکایي پلاوي سره په خبرو بوخت دي، خو طالبان وایي چې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرو ته چمتو نه‌دي ځکه چې د دوی په وینا دا ګوډاګی حکومت دی.
بل لور ته د پاکستان صدراعظم وایي چې د افغانستان مسئله د طالبانو او حکومت د خبرو له لارې هوارېدلی شي.

عمران خان د سویس په “نړیواله اقتصادي غونډه” کې پرون وویل: “هلته باید سوله وي او دا یوازې هغه وخت کېدای شي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره یوځای کېني او سیاسي جوړجاړی وکړي، دا باید لومړی ګام وي، خو اوس تر ټولو مهم شی چی اسانه هم نه‌دی، خو یوازنۍ لاره ده چې طالبان او د افغانستان حکومت سره خبرو ته کېني. کله چې دا وشي څه ستونزې به ولري، خو دا د پرمختګ یوازنۍ لاره ده.”

افغانستان پاکستان تورنوي چې طالبانو ته‌یې په خپل هېواد کې پناه ورکړې او هغوی ته‌یې اسانتیاوې برابرې کړې دي. اسلام‌اباد تل دا تورونه رد کړي دي.

د صدراعظم عمران خان تر پرونیو خبرو مخکې د افغانستان ولسمشر په داووس کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل او دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په بګرام کې د دوی ترمنځ د ترسره شوې غونډې پر مهال چې کوم موضوعات مطرح شوي وو هغه به د افغانستان د حکومت او د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار تعقیب کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داووس غونډې په څنډه کې سره ولیدل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داووس غونډې په څنډه کې سره ولیدل.
په بګرام کې د نومبر په ۲۸مه د ارګ د خبرپاڼې په استناد دواړو ولسمشرانو ټینګار کړی و که طالبان د سولې هوکړه‌لیک ته ژمن دي، باید اوربند ومني او په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره له هېواده بهر د ترورېستانو ځالې له‌منځه یووړل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.