غني: وروستیو تروریستي بریدونوعاملین پاکستان کې دیره دي

 

 

د امریکا ږغ

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه، سره په تیلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي چې په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سه شنبې تروریستي بریدونو عاملین په پاکستان کې دیره دي.

ارګ د جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه، ترمنځ د تیرې ورځې د تیلیفوني اړیکو په اړه، په یو بیان کې ویلي، د پاکستان لوی درستیز پرون ماښام د ټیلیفوني تماس له لارې د افغانستان جمهوررئیس سره په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سه شنبې تروریستي بریدونه په سختو ټکو غندلي او جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته یې تسلیت ویلی دی.

تیره سه شنبه په کابل، کندهار او هلمند کې د تروریستي بریدونو په پایله کې تر پنځوسو تنو پورې ووژل شول او له سلو زیات نور ټپیان شول.

په وژل شوو کسانو کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماتان او د کندهار د والي مرستیال او د افغانستان د ملي شور ا دوه استازي او یو شمیر کارکوونکي هم شامل دي اود دغو پيښو په ټپیانو کې په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر او د کندهار والي او په لسګونو د افغانستان د ملي شورا کارکوونکي هم شامل دي.

د هلمند او کابل د پیښو مسولیت طالبانو اخیستی، خو د کندهار د برید د مسولیت له منلو یې انکار کړی دی.

افغان حکومت د دغو دریو بریدونو پړه پر طالبانو اچولې او ادعا یې کړې چې د دغو بریدونو پلان له افغانستان څخه بهر په پاکستان کې جوړ شوی وو.

خو پاکستان دا تورونه ناسم بللي دي.

جمهوررئیس غني د پاکستان لوی درستیز له غمشریکۍ او تسلیت څخه په مننې جنرال باجوه ته ویلي “د دغو تروریستي بریدونو ترسره کوونکي چې دا مسوولیت یې منلی په پاکستان کې ژوند، ازادانه فعالیت او استخدام کوي چې پرضد یې تراوسه کوم اقدام نه دی شوی “.

د ارګ دغه بیان وایي جمهوررئیس غني د دغې ټلیفوني مکالمې پرمهال د تروریستي بریدونو له ترسره کوونکو څخه د غچ اخیستلو لپاره خپله ټینګه اراده څرګنده کړې او ویلي دي چې د افغانستان د امنیت د تامین لپاره هر ډول تیارۍ نیول شوی دی.

جمهور رئیس غني یو ځل بیا تروریزم او افراطیت د سیمې او نړۍ لپاره جدي تهدید بللی او ویلي دي چې د دغه ګډ تهدید پر وړاندې د جدي مبارزې لپاره د ارادې نه شتون په خپله پاکستان او سیمې ته زیات خطرونه پېښولی شي.

په دغو ټلیفوني خبرو کې د پاکستان لوی درستیز وویل، هېواد یې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د همکارۍ ټینګه اراده لري او نوموړي تېرو کړنو ته په اشارې د پاکستان له لوري د هغو د نه تکرار ټینګه ژمنه وکړه.

جمهور رئیس غني د ټلیفوني خبرو په پای کې وویل، زموږ موخه راتلونکی دی او د دې لپاره باید جدي او هر اړخیز مذاکرات وشي، ځکه د ۲۰۱۶ کال تکرار زموږ دولت او خلکو ته د منلو وړ نه دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر هم په یو بیان کې ویلي چې جنرال قمرجاوید باجوه، تیر ورځ له جمهوررئیس محمد اشرف غني سره په ټیلفوني خبرو کې وروستي تروریستي بریدونه غندلي او په اړه يې له ښاغلي غني سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر آی ایس پي ار په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان لوی درستیز له جمهوررئیس غني سره په خبرو کې په دغه هیواد کې د پاکستان د پوځ له خوا د تروریستانو پر ضد د ضرب عذب عملیاتو یادونه کړې او ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې یې له توپیر پرته ټول تروریستان په نښه کړي او د هغوی پناه‌ځایونه ‌یې له ‌منځه وړي دي.

دغه بیان وایي چې د پاکستان لوی درستیز جمهوررئیس غني ته ویلي “د افغانستان او پاکستان له‌خوا یو پر بل تورونو د لګولو ګټه یوازې په سیمه کې د سولې دښمنانو ته رسېږي”.

جنرال باجوه، د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د تروریستانو د تګ راتګ او د هغوی د مخنیوي لپاره د دغه سرحد د کنټرول لپاره د مؤثر سرحدي چارو تنظیم او د استخباراتي همکارو ټینګار کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.