غني له جاپان څخه د لیتیمو پر کانونو د پانګونې غوښتنه کړې

 

تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: ولسمشر غني په ټوکیو کې د جاپان د نړیوالو همکاریو ادارې یا جایکا له مشر سره په لیدنه کې ویلي، د هېواد د کانونو په قانون کې د بدلونونو په راتلو سره د جاپان خصوصي سکټور کولی شي چې د افغانستان د لیتیمو پر کانونو پانګونه وکړي.

ولسمشر له سینیچي کیتاوکا سره په لیدنه کې د جاپان لخوا په افغانستان کې تر کار لاندې پروژو باندې هم بحث کړی دی او له کابل سره د ټوکیو همکاري یې ستایلې ده.

ولسمشر غني د کرنې، د اوبو د مدیریت، ښاري ودې، د ځمکو د ثبت، د ځنګلونو د انکشاف او کانونو د استخراج په برخه کې افغانستان سره د جاپان د حکومت د طرحو شریکولو غوښتنه هم کړې ده.

په ځواب کې یې د جایکا مشر ښاغلي کیتاوکا ویلي، په جاپان کې په مختلفو برخو کې مصروف افغان محصلین به خپل هېواد ته په ورګرځېدو د جاپان د چټک پرمختګ ګڼې طرحې له ځان سره یوسي او په ښه شان سره به یې تطبیق کړي.

ولسمشرغني دوه ورځې کېږي چې جاپان ته تللی او د دغه هېواد د امپراتور د تاج پوشۍ په مراسمو کې یې برخه اخیستې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.