غني: عبدالله د داسې جوړښت غوښتونکی دی چې اساسي قانون سره ټکر لري

دآزادی راډیو

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، عبدالله عبدالله د حکومت د داسې جوړښت غوښتونکی دی چې د اساسي قانون له موادو سره په ټکر دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۵» په خپله ټلوېزیوني وینا کې له مایک پومپیو او عبدالله عبدالله سره د تېرې ورځې د لیدنې په اړه جزئیات خپاره کړل.
ښاغلي غني وویل د یو ټول ګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې يې د خپلې ژمنې پر بنسټ غوښتل چې عبدالله عبدالله ته د سولې په پروسه کې اساسي نقش او د ټیم ملګرو ته‌يې په کابینه کې ونډه ورکړي، خو دی وايي ښاغلي عبدالله د داسې جوړښت غوښتونکی دی چې د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري.

هغه زیاته کړه: “مګر هغه (عبدالله عبدالله) د اساسي قانون په تغییر ټینګار کاوه او هغه هم په یوه شپه کې یعنې هغه د داسې جوړښت او تشکیلاتو غوښتونکی دی چې د اساسي قانون له موادو سره ښکاره ټکر لري، زه له هغه مېکانیزم څخه بیرون چې په خپله قانون‌يې وړاندوینه کړې د هېڅ فرد او ډلې په غوښتنه د اساسي قانون د تعدیل صلاحیت نه‌لرم.”

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د هرې معقولې غوښتنې لپاره چې اساسي قانون په‌کې نقض نه‌شي مذاکرې ته چمتو دی.

دی وايي د اساسي قانون تعدیل د لويې جرګې صلاحیت دی.

ښاغلي غني دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول کابل ته راغی او لومړی یې له ولسمشر غني او عیدالله عبدالله سره جلا جلا او بیا یوځای وکتل او د روان سیاسي کړکېج د حل په هدف‌یې ورسره خبرې وکړې.
خو ورسته له دې چې دغه خبرې کومې نیتجې ته ونه‌رسېدې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د شپې ناوخته په خپله یوه اعلامیه کې وویل چې د امریکا حکومت پر دې خبره خواشینی دی چې افغان مشران د یو ټول‌شموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي او د افغان مشرانو دا ناکامي‌ د امریکا ملي‌ ګټو ته ګواښ پېښوي.
په اعلامیه کې راغلي، روان کال به له افغان حکومت سره په خپلو مالي مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راولي او په راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال کې د یو میلیارد نورې مرستې د کمولو او دغه‌شان په نورو برخو او مرستندویه کنفرانسونو کې د امریکا په مالي مرستو هم غور کوي.

اعلامیه وایي،‌ امریکا د هغو پوځي عملیاتو ملاتړ نه‌کوي‌ چې د سیاسي‌ موخو لپاره کېږي او نه هم د هغو مشرانو ملاتړ کوي‌ چې د دې عملیاتو امر ورکوي.

په دې اعلامیه کې د موازي حکومتونو د اعلان د نه‌ملاتړ خبره هم شوې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، که افغان مشران جوړجاړی وکړي، نو امریکا پر خپله پرېکړه له سره غور کولای شي.

خو ولسمشر غني وايي چې د دغو مرستو کموالی به د دغه هېواد په کلیدي برخو منفي تأثیر ونه‌لري.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله له لوري چې اوس ځان د ټول‌شموله حکومت ولسمشر ګڼي په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې کابل ته د ښاغلي پومپیو سفر د روان سیاسي بحران د حل په برخه کې فرصت رامنځته کړ، خو له دې فرصته ګټه وانه‌خیستل شوه.

د اعلاميې په حواله راغلي، مایک پومپیو په افغانستان کې د سیاسي بحران د عاجل حل په برخه کې د امریکا د حکومت پیغام ورساوه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.