غني: زه هغه ولسمشر یم چې غواړم صلاحیتونه مې کم شي

 

دامریکا غږ

افغان ولسمشر وايي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون له برنامو څخه هراړخیز ملاتړ کوي او د ځان په ګډون هیچا ته د دغه کمیسیون په چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.

ولسمشر غني دغه راز وویل، چې غواړي خپل صلاحیتونه کم او اړوندو بنسټونو ته یې وسپاري.

هغه وویل “زه هغه ولسمشر یم چې غواړم هره ورځ زما صلاحیتونه کم شي، صلاحیتونه زه افرادو ته نه ورکوم، صلاحیتونه زه بنسټونو ته ورکوم.”

دافغانستان ولسمشر محمداشرف غني، چې د چهارشنبې په ورځ یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون د نویو کمیشنرانو د پیژندنې په مراسمو کې وینا کوله وویل، دغه کمیسیون د توطئیو او دسیسو ځای نه دی، بلکې د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره کار کوي.

ښاغلي غني وویل “پر کمیسیون باندې باید یو ښکاره او مطلق اعتماد رامنځ ته شي. دا کمیسیون د دسیسې، توطئې او ناقص فکر ځای نه دی، دا کمیسیون راتلونکې ته ګوري، د یو باثباته او هوسا افغانستان لپاره زمینه برابروي.”

افغان ولسمشر په دولتي ادارو کې د جدي اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په افغانانو کې ملي یووالی د زرګونو کالونو د قرُبانیو نتیجه ده او له دې اصل څخه باید د واسطو او وسیلو له لارې نه، بلکې د یوې شفافې پروسې په مټ په دولتي ادارو کې د خلکو د جلب او جذب له لارې ساتنه وشي.

نن ولسمشر غني، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون لپاره ۹ نوي کمیشنران وروپيژندل.

له دې مخکې د دغه کمیسیون اکثره کمیشنران د اسلامي جمعیت د ګوند غړي وو.

د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو کمیسیون، د بریښنايي تذکرو د ویشلو ادارې د بستونو لپاره، د روان عیسوي کال په مې میاشت کې د ۲۵ زره کسانو له شمیرې څخه له ۱۴ زرو کسانو څخه آزموینه واخیسته، چې له هغې ډلې ۴۹۲ تنه دغو بستونو ته بریالي شول او نن یې په کار پیل وکړ.

ولسمشر غني د دغو کسانو د جلب او جذب پروسه شفافه وبلله او ویې ویل، د شفافو اقداماتو له لارې باید په افغانستان کې د بادارۍ فرهنګ ته د پای ټکی کیښودل شي.

ښاغلي غني وویل، د زور او واسطو له لارې په دولتي ادارو کې د ګمارنو فرهنګ ته به بدلون ورکړي او ټینګار یې وکړ، چې د خپلې واکمنۍ په پای کې به راتلونکو حکومتونو ته یوه مقتدره اداره پر ځای پریږدي.

ولسمشر غني دغه راز وویل، چې غواړي خپل صلاحیتونه کم او اړوندو بنسټونو ته یې وسپاري.

هغه وویل “زه هغه ولسمشر یم چې غواړم هره ورځ زما صلاحیتونه کم شي، صلاحیتونه زه افرادو ته نه ورکوم، صلاحیتونه زه بنسټونو ته ورکوم.”

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د افغانستان هیڅ قوم له بل قوم څخه لوړوالی نه لري او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې په دغه هیواد کې د دولت‌دارۍ دود بدل کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون رئيس احمد نادر نادري په دغو مراسمو کې وویل، د شفافیت او اصلاحاتو د راوستلو لپاره په پام کې لري چې د دغه کمیسیون د کورني تشکیلاتو او کارونو په اړه ارزونه وکړي.

هغه وویل “د دغې پروسې یوه عمده برخه په کابل کې بشپړه شوې ده او په لسو ولایتونو کې د سیمه‌ییزو دفترونو لومړنۍ ارزونې هم بشپړې شوې دي، د دغو ارزونو نتایج به په مستقیمه توګه د کمیسیون پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ کړي. کمیسیون له نړیوال بانک څخه غوښتي، چې د دغه کمیسیون د جوړښت، دندو او بنسټونو ارزونه پیل کړي.”

د اداري اصلاحاتو د کمیسیون رئیس، له شفافو لارو څخه په دولتي ادارو کې پر ګمارنو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دغه کمیسیون په چارو کې مداخلې یواځې د یو شمیر کسانو لنډمهالې ګټې خوندي کوي، خو د حکومت او د عامو خلکو اوږدمهالو ګټو ته زیان رسوي او له منځه یې وړي.

تاکل شوې چې د اداري اصلاحاتو کمیسیون په نږدې راتلونکې کې، د افغانستان د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ لپاره د ۵ زرو کسانو او د پوهنې وزارت د ښوونکو د بستونو لپاره د ۸ زره کسانو د جلب او جذب د پروسې مدیریت هم وکړي.

د افغانستان ولسمشر د دغه کمیسیون له چارواکو څخه وغوښتل، چې د جلب او جذب په پروسه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د تروریستي بریدونو د قُربانیانو کورنیو ته لومړیتوب ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.