غني: د طالب بندیانو له خوشې کېدو سره به یوه اوونۍ کې بین‌الافغاني خبرې پیل شي

 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره به په یوه اوونۍ کې د افغانانو خپلمنځي مذاکرې پیل شي.

ولسمشر غني دا خبره نن په کابل کې د سام په هغه غونډه کې وکړه چې کابل‌یې کوربه دی او د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مشران په‌کې په حضوري او غیر حضوري ډول ونډه لري.

ښاغلي غني وویل، افغانان سوله او پخلاینه غواړي، خو د ولسمشر غني په خبره طالبانو د افغانانو او حکومت په وړاندې جګړې ته دوام ورکړی او د ده په خبره داسې شواهد نه‌شته چې وښيي دغې ډلې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

چارواکي وايي، حکومت تر اوسه شااوخوا ۴،۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو هم له خپله اړخه ۸۶۱ بندیان خوشې کړي دي.

خو حکومت د څه کم ۶۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت ښوولی او وایي دوی جرمي دوسیې لري.

د بندیانو په تبادله کې اختلافات د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د ځنډ سبب شوې دي.

د ولسمشر په وینا له کله چې په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې تر اوسه تر ۳،۷۰۰ زیات افغان پوځیان په بېلابېلو حملو کې وژل شوي دي.

په کابل کې د سام غونډه به داسې حال کې د افغانستان په سوله کې پر سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع ټینګار کوی چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده په خپل اختري پیغام کې حکومت د سولې په خبرو کې په ځنډ تورن کړی دی.

په دغه پیغام کې د لوی اختر پر مهال د کوم اوربند یادونه نه‌ده شوې.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.