‘غني د داووس غونډه کې د افغان سولې په اړه د پاکستان همکاري غواړي”

دآزادی راډیو

د سولې خبرې او له ترهګرۍ سره مبارزه! هغه دوه موضوعات دي چې تمه ده ولسمشر غني یې د اقتصاد نړیوالې غونډې په ۵۰مه ناسته کې چې د سویس په داووس ښار کې کېږي، مطرح کړي.

نن د سویس په داووس ښار کې د دې غونډې لومړۍ ورځ ده. په دغې غونډه کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو ګډون کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې خبرو کې د سیمې او پاکستان ونډه مهمه بولي او وايي، ولسمشر غني به د “اقتصاد نړیوالې غونډې” په څنډه کې د یو شمېر مشرانو سره​ پر دې موضوع، له ترهګرۍ سره مبارزې او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې اترې وکړي.​

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وايي، ولسمشر به په داووس کې د افغانستان د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان او نړیوالو متحدانو د همکارۍ غوښتنه وکړي.
هغه وویل: “دا یوه اقتصادي غونډه ده، خو د دې غونډې په څنډه کې به ولسمشر د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او د دې غونډې د ځینو ګډونوالو سره لیدنه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د سولې په خبرو بحث وکړي، د سولې مذاکراتو په برخه کې د نړۍ، سیمې او پاکستان رول بې له شکه مهم دی او په دې غونډه کې به ولسمشر د افغانستان د سولې په اړه له دغو هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړي.”

د ښاغلي مینه‌پال په خبره، ولسمشر به په دې غونډه کې د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې شته ستونزو او خنډونو ته هم اشاره وکړي او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د ګډون کوونکو هېوادونو د همکارۍ د جذب خبره به هم یاده شي.

د “اقتصاد نړیواله غونډه” هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو او استازو په ګډون د سویس په داووس ښار کې کېږي او څلور ورځې دوام کوي.

د دې غونډې اصلي هدف د اقتصادي پرمختګونو ارزونه او تر خوا یې په دې غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو د اقتصادي ستونزو او په دې برخه کې د شته خنډونو لپاره بحث او ورته د حل‌لارو پیدا کول دي.

سږکال هم د ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د “اقتصاد نړیواله غونډه” کې د نړۍ د ۱۱۷ هېوادونو مشرانو او نږدې ۳ زره استازو ګډون کړی دی.
که څه هم تر اوسه معلومه نه‌ده چې د افغانستان ولسمشر به د پاکستان له لومړي وزیر سره د دې غونډې په څنډه کې وګوري که نه، خو عمران د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ په اړه غږېدلی دی.

د دې غونډې له پیل وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان سره کتلي او په افغانستان کې د سولې په اړه‌یې خبرې کړې دي.
عمران خان ډونالد ټرمپ سره په خبرو کې ویلي، هېواد یې له امریکا سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه یو شان نظر لري. د پاکستان صدراعظم ویلي، امریکا او پاکستان افغانستان کې سولې او منظم لېږد لپاره لېوالتیا لري.

عمران خان دغه‌شان د افغان سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر خبرو ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړه: “البته عمده مسئله افغانستان دى، ځکه امريکا او پاکستان‌يې اندېښمن کړي دي، له نېکه‌مرغه چې موږ په ورته فصل کې يوو، موږ دواړه هلته له سولې سره لېوالتيا لرو، دغه‌راز د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو له لارې منظم لېږد ته لېوال يو.”

د افغانستان حکومت یو ځل بیا د سولې په اړه د سیمې په ځانګړي ډول د پاکستان همکارۍ ته داسې خوښ برېښي چې په قطر کې د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لسم پړاو روان دی.

خو طالبانو له دې خبرو وړاندې ویلي، د روانو خبرو اصلي موضوع یوازې د هوکړې د لاس‌لیک پر څرنګوالي راڅرخي.

د افغانستان حکومت بیا که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له‌ لاس‌لیک هرکلی کوي، خو اندېښنه ښيي چې له دې خبرو افغانستان څنډې ته شوی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.