غني: د داعش په ماتولو کې د امریکا له درنو بمونو زیات د ولس همکارۍ کار وکړ

 

تاند، سه شنبه، د قوس ۵ مه: ولسمشر اشرف غني طالبانو ته ګواښ کړی که له تاوتریخوالي لاس په سر نه شي ولس به مجبورا هغه کار ورسره وکړي چې له داعش سره یې کړی دی.

ولسمشر غني دا خبرې نن د ښځینه نظامیانو په لومړني کنفرانس کې وکړې او په ننګرهار کې د داعش ډلې د ماتې مبارکي یې هم پوځیانو ته ورکړه.

ولسمشر ویلي چې افغان ځواکونه دا مهال په تهاجمي حالت کې دي او له افغان ځواکونو د خلکو ملاتړ د داعش پر ضد د امریکا له لویو بمونو زیات کار وکړ.

ولسمشر د کومې ډلې نوم وانخیست خو زیاته یې کړه هیڅوک نه شي کولی قانون وګواښي او افغانان یې معاملې ته مجبور کړي.

ولسمشر همدا راز د داسې سولې په راتلو هم ټینګار کړی ملي او سراسري وي خو له کورنیو یې وغوښتل چې د ملي پوځ په لیکو کې دې د ښځو رول لا پیاوړی کړي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.