غني: بې اوربنده سوله نه کېږي، عبدالله: د سولې فرصت لاړ

 

تاند(دوشنبه، د سنبلې۱۸) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي امنیت د نوي سرپرست رييس د معرفۍ په مراسمو کې وویل، د افغانستان حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي خو باید لومړی اوربند اعلان شي.

ښاغلي غني وویل«موږ مذاکراتو ته تیار یو او دوام ورکوو، اما مذاکرات باید اصولي وي، زموږ دریځ روښانه دی، موږ تلپاتې او باعزته سوله غواړو او له دې دریځه نه شا ته کېږو. له طالبانو سره له اوربنده پرته خبرې ممکنې نه دي.»

د محمد معصوم ستانکزي د استعفا له منظورېدو وروسته ضیا سراج د ملي امنیت د نوي سرپرست په توګه ګومارل شوی دی. د ملي امنیت د عمومي ریاست رييس د ولسي جرګې تایید ته اړتیا لري.

ولسمشر وویل، د افغانستان خلک سوله او د سولې د پروسې مالکیت غواړي.

«موږ د سولې په اړه ملي او نړیواله اجماع رامنځته کړه. موږ د سولې لپاره چاپېریال برابر کړ، خو طالبانو ورڅخه غلطه استفاده وکړه.»

ده همداراز وویل«که له ما قرباني غواړئ، حاضر یم. خو د افغانستان جمهوریت د معاملې وړ نه دی. د افغانستان اساسي قانون د معاملې وړ نه دی او د افغانستان د مېرمنو او نارینه وو حقونه معامله کېدای نه شي.»

د ولسمشر په وینا د افغانستان حکومت د سولې لپاره مناسب پلان لري او په دې لړ کې خپلې سیمه ییزې او نړیوالې اړیکې پیاوړې کوي.

ښاغلي غني دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

عبدالله د سولې فرصت له لاسه ووت

په همدې حال کې اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د تلین په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې د سولې فرصت له لاسه ووت او افغانستان د سولې له کاروانه کلونه شا ته لاړ. د ده اشاره د امریکا له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرواترو پای ته رسېدو ته وه.

ښاغلی عبدالله هیله لري چې ممکن له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل شي او دا ډله د ده په مشرۍ پر موقت حکومت موافقه وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.