غني او پمپیو پر سولې او روان سیاسي، امنیتي وضعیت خبرې کړي ـ ارګ

اامریکا غږ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره لیدنه کې د افغان سولې بهیر ترڅنګ د روان سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

مایک پمپیو نن دوشنبه مارچ ۲۳مه(وري څلورمه) کابل ته د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې په ارګ کې له ولسمشر غني د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وکتل.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي:”ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ولیدل، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې بهیر، په دغه بهیر کې د راتلونکو ګامونو، د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزې اجماع، او همدارنګه د هیواد روان سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې او نظرونه سره شریک کړل.”

رویټرز خبري اژانس تر دې مخکې ویلي و چې کابل ته د ښاغلي پمپیو سفر د امریکا او طالبانو د سولې تاریخي تړون سره د مرستې په هدف تر سره شوی چې په دې وروستیو کې له سیاسي مخالفیتونو سره مخ شوی دی.

یاد اژانس ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ او سولې بهیر په اړه خبرې وکړي.

اسوشېېټډ پرس خبري اژانس هم کابل ته د مایک پمپیو د سفر هدف افغان سیاسي کړکېچ کې منځګړیتوب او له طالبانو سره خبرې بللې دي.

بلخوا عبدالله عبدالله ته یوې نژدې سرچینې هم امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې مایک پمپیو له عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

دغه سرچینې وویل چې د پمپیو د سفر هدف د «افغانستان د ټاکنیز کړکېچ ختمول» او سولې اړوند مسائلو باندې خبرې کول دي.

د افغانستان د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته چې ولسمشر غني یې ګټوونکی اعلان کړ په دغه هیواد کې سیاسي کړکېچ نور هم زیات شو.

عبدالله عبدالله چې ځان په تېرو ټاکنو کې ګټوونکی بولي د ولسمشر غني د لوړې مراسمو سره هم مهاله یې ځان د ټول شموله حکومت د مشر په توګه اعلان کړ، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال وویل چې په افغانستان کې موازي حکومت نه مني.

مایک پمپیو پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې تېره شپه د افغان حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره د ویډیو کنفرانس له لارې د زندانیانو د ازادېدو او سولې اړوند موضوعاتو باندې څو ساعته خبرې وکړې.

اړوند
پمپیو: طالبانو سره په تړون کې دوه محرم اجرايي اسناد هم شته
پمپیو: طالبانو سره په تړون کې دوه محرم اجرايي اسناد هم شته
ټرمپ له غني سره د سولې بهیر د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي
ټرمپ له غني سره د سولې بهیر د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړي
پمپیو: په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ ندي
پمپیو: په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتیدل د منلو وړ ندي
پمپیو: د هاگ محکمه سیاسي ده، اجازه نه ورکوو چې امریکایان محاکمه کړي
پمپیو: د هاگ محکمه سیاسي ده، اجازه نه ورکوو چې امریکایان محاکمه کړي
د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم
د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم
امریکا:په افغانستان کې له موازي حکومت سره مخالف یو
امریکا:په افغانستان کې له موازي حکومت سره مخالف یو
ملګرو ملتونو د امریکا-طالبانو د تړون پرېکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو د امریکا-طالبانو د تړون پرېکړه لیک تصویب کړ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.