غني او عمران خان په افغانستان کې په اوربند ټینګار کړی

دآمریکا غږ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له جمهور رئيس محمداشرف غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کړی.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي چې جمهور رئيس غني او لومړي وزیر عمران خان تېر ماښام سپتمبر۲۵(تلې۴) د ټیلیفون له لارې د دواړو هيوادونو د اړيکو، د سولې د بهیر او په افغانستان کې د اوربند په اړه خبرې کړي.

ارګ ویلي چې ښاغلي غني په دغو خبرو کې په اوربند ټينګار کړی او د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې.

په بیان کې د ښاغلي خان له قوله راغلي:”موږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو.”
د پاکستان لومړي وزیر د جمهور رئيس غني له بلنې څخه په مننې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

عمران خان څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو ۷۵مې غونډې ته په وینا کې ویلي وو چې هېواد یې د افغان سولې په بهیر کې د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې خپل مسولیتونه ترسره کړي.

عمران خان زیاته کړې چې افغانان باید د سولې له رامنځ ته شوي فرصت څخه استفاده وکړي او د افغانستان لانجې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په راتلو سره به په سیمه کې د پرمختګ او اړیکو نوی څپرکی پیل شي.

د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاو د تماس ډلې له دوه اونیو راهیسې د بین‌الافغاني مذاکراتو د ترسره کولو لپاره د کړنلارې په جوړولو بوخت دي.

له دې وړاندې د افغانستان په سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو په پرانیست غونډه کې له ګډون وروسته اسلام‌اباد ته سفر وکړ او د افغان سولې په پروسه کې یې د پاکستان له همکارۍ مننه وکړه.

ښاغلي خلیلزا د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په برخه کې د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.