غني او خلیل‌زاد د بين‌الافغاني ډيالوګ په پيلېدو کې د جرمني پر رول غږېدلي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او ولسمشر محمد اشرف غني د بين‌الافغاني ډيالوګ په پيلېدو کې د جرمني پر رول خبرې وکړې.

دواړو لورو په‌دې اړه تېر ماښام په جمهوري رياست کې د کتنې پر مهال هيله ښوولې چې ډېر ژر به د بين‌الافغاني ډيالوګ لومړى دور پيل شي.

په وروستيو کې جرمني د بين‌الافغاني خبرو د کوربه‌توب لپاره چمتووالى ښوولى و.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره پنجشنبه ازادي راډيو ته ويلي وو چې د جرمني پر دغه وړاندیز غور کوي.

ښاغلي خليل‌زاد نن سهار وختي په ټويټر کې وليکل چې له ولسمشر غني سره‌يې پر دې هم خبرې وکړې چې د سولې لپاره نوره نړيواله اجماع هم رامنځته شي.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
· 14h
Good meeting w/ Pres @AshrafGhani & his team. Discussed building further intl consensus for #peace. Also regional requirements & implications for peace including recent positive movement in AfPak relations & opportunities peace will provide for regional connectivity &development.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
As #AfghanPeaceProcess talks continue to progress, we agreed preparation for intra-Afghan negotiations now is essential. pic.twitter.com/LLTGvLh012

204
8:15 AM – Jun 10, 2019
Twitter Ads info and privacy
View image on Twitter
55 people are talking about this
زلمي خليل‌زاد ليکلي، په‌داسې حال کې چې د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ دوام لري، دوى موافقه وکړه چې د بين‌الافغاني خبرو دوام ضروري دى.

په کابل کې د امريکا سفارت پرون ماښام په يوه اعلاميه کې ويلي چې زلمى خليل‌زاد به د حکومتي مشرانو ترڅنګ له سياستوالو، د مدني ټولنو او ښځو له استازو سره هم خبرې وکړي.

بل‌خوا د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر وايي، زلمي خليل‌زاد تېر ماښام له حامد کرزي سره هم د افغانستان د سولې په پروسه کې پر راروانو اقداماتو خبرې وکړې.

زلمى خليل‌زاد چې تر اوسه‌يې شپږ وارې په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي، د افغانستان، سيمې او اروپا په اووم سفر وتلى دى.

هغه تر دې مخکې په بلجيم، تر هغه وړاندې په جرمني او بيا په پاکستان کې د افغانستان د سولې پر مسئله له چارواکو سره خبرې کړې دي.

په پام کې ده د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى خليل‌زاد به متحده عرب اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

وسله‌وال طالبان تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته نه‌دي حاضر شوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.