غني او خلیلزاد د اوربند پر تمدیدولو غږېدلي؛ طالبان وايي د نن ورځې تر پایه به پاتې بندیان خوشې کړي

 

تاند (پنجشنبه، د اسد ۹) طالبانو ژمنه کړې چې د نن ورځې تر پایه به د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د نن ورځې تر پایه به د حکومت د ۱۰۰۰ تنه بندیانو د خلاصون پروسه پای ته ورسوي.

ویل کېږي طالبانو تر اوسه نږدې ۹۰۰ حکومتي کسان خوشې کړي دي.

شاهین دغه راز له حکومت څخه غوښتي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ بشپړه کړي تر څو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.

حکومت تر اوسه شاوخوا ۴ زره او پینځه سوه طالبان له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې افغان چارواکو د نږدې ۶۰۰ بندیانو د خلاصون سره جدي مخالفت ښودلی وو او د نه خوش کېدو پرېکړه یې کړې وه، خو ولسمشر غني تازه ویلي چې د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون پروسه به ژر تر ژره بشپړه شي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو که د زندانیانو د خوشې کولو پروسه یې بشپړه شي، تیار دي چې د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل کړي.

له دې سره هم مهال د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له ناروې ورسته کابل ته رسیدلی او له افغان چارواکو سره یې د اوربند پر تمدیدولو خبرې کړي دي.

د ارګ د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس خلیلزاد په دې لیدنه کې له ولسمشر غني او نورو لوړو پوړو حکومتي چارواکو سره د اوربند په تمدید، د تاوتریخوالي په کموالي، طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو او د بندیانو د تبادلې په اړه بحث او خبرې کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.