غني: احساساتي دریځ د افغانستان دښمنانو ته فرصت ورکوي

 

 

دآزادی راډيو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي هره احساساتي او غیر مسؤلانه دریځ نیول دښمن ته موقع ورکوي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

ښاغلي غني دا خبرې د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بري د ۲۵ کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وکړې:

“هره احساساتي دریځ نیول او غیر مسؤلانه اقدام د افغانستان دښمنانانو ته فرصت ورکوي چې د عمل ابتکار په لاس واخلي او خپل شوم اهداف پلي کړي.”

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود یوې ناستې ته په وینا کې ولسمشر یو دیکتاتور یاد کړ او ويې ویل چې حکومت خپله د نظام د کمزوري کېدو په هڅه کې دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.