غبرګونونه او تازه جزییات؛ د کندهار د پېښې مرګ ژوبله له سل تنو واوښته

 

تاند:( جمعه، د ميزان در ویشتمه) په کندهار کې د جمعې ورځې د لمانځه پر وخت د نننيو ځانمرګو بريدونو د مرګ ژوبلې کچه ۱۳۰ تنو ته ورسیده.

رسنيو د طالب چارواکو په حواله ويلي، چې بریدونو کې ۳۶ تنه شهيدان شوي او ۷۰ نور ټپيان دي

دا بریدونه نن، د کندهار د لومړۍ ناحيې اړوند د شيعه ګانو په امام بارګاه جومات کې تر سره شول.

عيني شاهدانو ويلي، چې يوه ځانمرګي بریدګر د جومات په دروازه او ۳ د جومات دننه ځانته چاودنه ورکړې ده.

دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د شیعه ګانو په جومات کې چاودنه کېږي.

ګومان کېږي، چې دا چاودنه به هم د کندوز په شان داعش کړی وي.

ملګرو ملتونو او طالبانو دا بريدونه په توندو ټکیو غندلي دي.

طالبانو دا هم ويلي، چې پېښه به په جدي ډول وڅېړي او عاملين به یې مجازات کړي.

يو شمير عامو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې د غندنې ترڅنګ ويلي، چې پر جوماتونو، روغتيايي، تعليمي او نورو عامه مرکزونو د بریدونو پیل طالبانو کړی او دوی د دغو وحشتونو د عامیدو او دوام مسوول دي.

تېره جمعه د لمانځه پر مهال په کندوز کې د شيعه ګانو پر جومات ځانمرګی برید شوی و، چې پکې د څه باندې سل تنو د وژل کيدو تر څنګ د سلګونو نورو کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی و.

د هغې پېښې د عاملانو په اړه هم طالبانو د ورته جدي چلند ګواښ کړی و، خو د یوې اونۍ له تېريدو سره یې د پېښې د ټپيانو درملنه او د زيانمنو کورنيو لاسنیوی لا نه دی کړی.

ايراني چارواکو، چې د پېښې زيانمنو سره د مذهبي اړيکو په اساس ډېره خواخوږي ښودلې، نن کندوز ته د پېښې له ټپيانو او زيانمنو سره د روغتيايي او خوراکي توکيو د استولو خبر ورکړی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.