عمر داوودزي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل.

د افغانستان د سولې عالې شورا له ایراني چارواکو سره د دې شورا د دارلانشا د رئیس محمد عمر داوودزي د لیدنو کتنو خبر ورکوي او دغه لیدنې کتنې مهمې بولي.

دی د افغان سولې د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په هدف د ایران پلازمینې تهران ته تللی دی.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري د شنبې په ورځ له ایرانه په يوه رالېږلي پيغام کې ویلي چې ښاغلي داوودزي او ورسره پلاوي د خپل سفر په لومړۍ ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او يو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.

ده وویل:

“نن د ښاغلي داوودزي او ورسره پلاوي د سفر لومړۍ ورځ وه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر او سیاسي مرستیال سره یې مفصل مجلسونه لرل چې په کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو په برخه کې د دغه هېواد د ملاتړ د جلبولو او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر پیلېدو په اړه خبرې وشوې.”

د ښاغلي طاهري په خبره، دغو ایراني چارواکو د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت او د سولې په بهیر کې د افغانانو له دغه دریځه د ملاتړ ژمنه کړې ده.

دی وايي، د محمد عمر داوودزي په مشرۍ پلاوي ایراني لوري ته د مشورتي لویې جرګې په اړه هم مفصل معلومات ورکړي دي.

د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داوودزي له دې وړاندې چین او پاکستان ته هم سفرونه کړي دي.

له چینايي او پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته د سولې عالي شورا ویلي وو چې اسلام اباد او بیجېنګ د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کړی.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا منشي امین الدین مظفري وايي چې سوله ملي، سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري او ښاغلی داوودزی د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه مسؤلیت لري چې دغه اجماع نوره هم پياوړې کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د سیمې په ځانګړې توګه، د ګاونډیو هېوادونو همکاري ډېره مهمه ده.

د دغه کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکاني ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د ایران اړیکو ته په کتو تهران کولای شي چې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
ده زیاته کړه:

“ایران چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، کولای شي چې په دې برخه کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د پام وړ مرسته وکړي، باید هڅې وشي چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه د یوې اجماع په چوکاټ کې سره راټول کړو، څو دوی د افغانستان د سولې لپاره هڅې وکړي او دغه بهیر پياوړی کړي.”

د افغانستان د سولې بهیر تر بل هر وخت زیات چټک شوی، په تېرو څو میاشتو کې په پنځو پړاونو کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې ترسره شوې چې د دواړو خواوو په وینا، په دې برخه کې ښه پرمختګونه هم شوي دي.

په ورته وخت کې د سولې د بریالیتوب لپاره د سيمه ییزې اجماع پياوړتیا او له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو چمتو کول یو حتمي امر بلل کیږي چې افغان حکومت او د سولې عالي شورا په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.