ط وايي د کابل- کندهار لویه لاره به ورغوي

 

تاند: ( چار شنبه ، د دلوې اووه ویشتمه)‏ د طالبانو حکومت وايي، چې د کابل-کندهار لویې لارې د اساسي رغونې په پلان کار کوي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تخنیکي ټیمونو یې دغه لار کتلې او د اساسي رغونې پر پلان یې کار روان دی.

د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې به د لارې د رغولو عملي چارې پیل شي.

د کابل- کندهار نژدې ۵ سوه کیلو متره لار د ماین چاودنو، سړکونو کې د چاکونو او د قیر د ښکته تللو له کبله ډېره ویجاړه شوې او مسافر یې تل په اړه شکایتونه کوي.

خلکو مخکې د يادې لارې په جوړیدو کې د پراخ فساد ادعا هم لرله او د عاملانو د مجازات غوښتنه يې کوله.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.