طالبان: پاکستان د غنمو پر ځای د غنمو پوستکي رالېږلي دي

 

تاند (جمعه/د کب ۱۳مه) — په افغانستان کې واکمن طالب چارواکي وایي چې پاکستان د مرستې په نامه د غنمو پر ځای افغانستان ته د غنمو پوستکي رالېږلي دي.‌

په کابل کې د مرکزي سیلو د چارو مسؤل چې نوم یې نه دی ذکر شوی، په یوه ویډیوي وینا کې ویلي چې هغه غنم چې پاکستان د مرستې په نامه افغانستان ته رالېږلي دي له منځه تللي او د استفادې وړ نه دي.

دغه چارواکی وایي چې د هندوستان له خوا له افغانستان سره مرسته شوي غنم ښه دي او هغوی ترې د ډوډۍ پخولو کې استفاده کوي. (ویډیو)

دا لومړی ځل دی چې یو طالب چارواکی له افغانانو سره د پاکستان د حکومت د منافقت په هکله غږ پورته کوي، خو دا لا معلومه نه ده چې په افغانستان کې واکمن طالب نظام به چې ویل کیږي واګي یې د پاکستاني مقاماتو په لاسونو کې دي،‌ خپل دغه چارواکی تر څه وخته پورې وزغمي.

تېره ورځ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم وویل چې هېواد یې نشي کولی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) کړنې وزغمي او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان له نویو واکمنو سره په همغږۍ کې کار وکړي.‌

دغه راز، په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان په ډېرو مواردو کې د نړۍ والو ادارو له چارواکو سره د افغان چارواکو پر ځای خبرې او مجلسونه کوي او نن یې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د اسلامي کانفرانس ځانګړي استازي/سفیر ښاغلي محمد سعید العیاش سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د پاکستان سفیر په خپل ټویټ‌ کې د اسلامي کانفرانس سازمان، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، پاکستان په افغانستان کې (؟)، او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی په نښه (ټاګ) کړي او د هغوی پاملرنه یې ور اړولې ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.