طالبان وايي، د دوی د دوحې دفتر دې په رسمیت وپېژندل شي F

 
تاند- د طالبانو ویندوی په افغانستان کې د سیاسی دفتر د پرانیستلو په اړه د ولسمشر غني وړاندیز د سولې په تاوان وباله.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین وايي چې د دوی د دوحې دفتر دې په رسمیت وپېژندل شي.

ښاغلي شاهین رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان په داخل کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستلو په ځای دې تمرکز پر دې وشي چې د دوی د قطر اوسنی دفتر د طالبانو د رسمي سیاسي دفتر په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون /یکشنبه/ په ننګرهار کې وویل، حاضر دی چې که طالبان وغواړي نو د دوی لپاره په کابل، ننګرهار او یا کندهار کې سیاسي دفتر جوړ کړي.

ښاغلي غني دا خبره وروسته له دې وکړه چې ځینو رسنیو وویل، طالبانو د مسکو په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې دې دوی ته سیاسي دفتر ورکړل شي.

خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی وايي«د سیاسي دفتر په اړه زموږ غوښتنه څرګنده ده، موږ غواړو چې د قطر دفتر مو دې د نړیوالې ټولنې او ملګروملتو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.»

ده د ولسمشر غني د وړاندیز په اړه وویل«اشرف غني په داخل کې طالبانو ته د دفتر په وړاندیز کولو غواړي چې موضوع بدله کړي او د سولې اوسنۍ پروسې ته زیان واړوي.»

شاهین ونه ویل چې په خپله خاوره کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو وړاندیز په څه خاطر د سولې پروسه زیانمنوي.

په مسکو کې د طالبانو او یو شمېر ګوندونو د غونډې په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې وه چې د طالبانو د قطر دفتر دې په رسمیت وپېژندل شي. د دوحې د دفتر له رسمیت پېژندلو سره د هغه د جوړېدو په مهال د افغانستان د هماغه وخت ولسمشر حامد کرزي سخت مخالفت کړی و او هغه یې د افغانستان د تجزیې په معنا ګڼلی و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.