طالبان: له امریکا سره جنګېږو او له افغان حکومت سره خبرې نه کوو

 

تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان د امریکا د برید د اتلسمې کلیزې په تړاو ویلي، د سولې د هوکړې تر لاسلیکه پورې به یې له امریکایانو سره جګړه روانه وي.

سهېل شاهین د افغان سولې مذاکراتو ته په اشاره یو ټویټ کي لیکلي، یو خبریال پوښتلی چې د سولې په تړاو څه ویل لري؟ خو د ده ځواب ورته دا و چې له افغان حکومت سره خبرې اترې نه کوي او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو باندې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي: (( پر امریکایانو خپلو بریدونو ته دوام ورکوو، له افغا دولت سره هم خبرې نه کوو، هماغسې لکه پخوا مو چې له خبرو ورسره ډډه کوله.))

دا په داسې حال کې ده چې امریکایانو له طالبانو سره خپل مذاکرات د هوکړې له لاسلیک لږ وړاندې لغوه کړل او د امریکا ولسمشر طالبان د سولې په هوکړه کې یوه بې صلاحیته ډله وبلله.

بلخوا افغان حکومت هم له طالبانو سره د سولې د خبرو دروازې تړلې دي او وايي، له ټاکنو وروسته به نوی حکومت له پوره صلاحیت سره د خبرو دروازه خلاصوي.

خو طالبان چې په دې وروستیو کې یې چین، روسیې، ایران او پاکستان ته سفرونه تاوده شوي وو، غواړي امریکا د دغو هیوادونو په مرسته د سولې خبرو ته بیا وهڅوي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو په ویاند مشهور د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف هم وویل چې طالبانو ورڅخه مرسته غوښتې ده چې له امریکایانو سره یې خبرې بیا پيل کړي.

دا په داسې حال کې شوه چې نن د اکتوبر په اوومه پر افغانستان د امریکا د برید اتلس کاله پوره شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.