طالبان: امریکا سره د هوکړې نه پلي کېدل د بین الافغاني خبرو پر وړاندې اصلي خنډ دی

دآزادیراډیو

که څه هم د سولې خبرو دوهم پړاو له پیله تر دې دمه د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د دواړو لورو ترمنځ پر اجنډا د بحث خبر ورکوي، خو طالبان تراوسه د افغان دولت پلاوي سره مذاکراتو لپاره چمتو نه دي.

تازه طالبانو ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې اساسي ستونزه د یادې ډلې او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې نه پلي کول دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم، ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې لیکلي: “د ستونزو د حل لار د هوکړې عملي کول دي، د بندیانو خوشې کېدل او د تورو لېسټونو له منځه وړل د هوکړې مادې دي.”
دا په داسې حال کې ده چې رسنیو ته د رسېدلو راپورونو پر بنسټ، طالبانو د سولې دوهم پړاو خبرو کې د خپلو زندانیانو خوشې کول او د ملګرو ملتونو له تور لېسټه د طالب مشرانو د نومونو ایستل د شرط په توګه یاد کړي، خو دا موضوع کومې رسمي سرچیني نه ده تایید کړې.

ښاغلي نعیم دا هم وايي، تر هغه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه په بشپړ ډول عملي نه شي، ستونزې نه حلېږي.

په ورته وخت کې غلام فاروق مجروح ازادي راډیو ته وویل چې دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کولو مخالف نه دي، خو درې هغه اصلونو چې د جمهوریت لوري مطرح کړي هغه هم باید عملي شي.
ښاغلي مجروح د دې درېیو اصلونو د جزئیاتو په اړه معلومات ور نه کړل.

په دوحه کې د افغان دولت مذاکراتي پلاوي غړو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب و نه ویل، خو وایي چې دوی اجنډا او د خبرو لومړیتوبونو د طالبانو پلاوي ته سپارلي او اوس د طالبانو د پلاوي ځواب ته په تمه دي.

د دې پلاوي غړې شریفې زرمتۍ رسنیو ته په استول شوې پیغام کې ویلي: “هرکله چې د مقابل لوري چمتووالی بشپړ شو، هیله لرو چې ژر تر ژره د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر سر بحثونه وشي. د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي ترمنځ ناستې روانې دي.”
له دې وړاندې، د افغان دولت مذاکراتي پلاوي بل غړي حفیظ منصور ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبان له داسې خبرو سره چې ګټورې وې علاقه نه لري.

د ښاغلي منصور په خبره، د طالبانو پلاوی دې ته هم چمتو نه دی چې افغانستان کې د روانې جګړې د مشروعیت په اړه بحث وکړي.

د ښاغلي منصور دې خبرو ته په ځواب کې د طالبانو ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، له لومړۍ ورځې افغان ملت ته د جګړې د پیل لامل ښکاره دی.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د نوي منتخب ولسمشر جو بایډن د بهرنیو چارو نوماند وزیر د امریکا سنا مجلس ته ویلي چې د امریکا نوې اداره به د یاد هېواد او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه له سره وڅېړي.
د افغان سولې دوهم پړاو خبرې د طالبانو او افغان دولت مذاکراتي پلاوو ترمنځ نږدې ۱۶ ورځې وړاندې پیل شوې، خو تر دې دمه خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.