طالبان: امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره زموږ غوښتنه منلې

بی بی سی

د طالبانو یوه لوړپوړي غړي بي بي سي ته وویل، امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د دوی وړاندیز منلی چې د تړون لاسیکولو پر مهال امن فضا جوړه شي.

دا غړی چې د سولې خبرو کې ښکېل دی له نوم پرته زیاتوي، دا طرحه محدوده ده او له امریکا سره د تړون لاسلیکولو ورځو کې عملي کېږي.

“نن مو خپلمنځي ناسته درلوده. ټولې هڅې د تړون لاسلیکولو پر مراسمو متمرکزې دي. ځکه بل شی پاتې نه دي، په ټول کې هرڅه د تړون لاسلیکولو اړوند دي. که د تاوتریخوالي کمول هم دي، د تړون لاسلیکولو د مراسمو اړوند دي”.

دا سرچینه وايي، چې قطر کې طالب پلاوی له خپل منځي ناستې وروسته نن بیا له امریکايي لوري سره ناوخته ناسته لري.

افغان حکومت له څو ورځو راهیسې بیا بیا پر اوربند ټینګار کوي او وايي، د تاوتریخوالي کمولو طرحه ګونګه او د طالبانو له خوا نړیوالې ټولنې ته دوکه ور کول دي.

خو دا طالب غړی وايي، افغان حکومت د اوربند مسله پلمه کوي، په دې ډول د سولې بهیر زیانمنوي چې تر پنځو راتلونکو کلونو بیا واک کې پاتې شي.
له بلې خوا د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله وايي، افغان حکومت د سولې ملاتړی دی، خو دا بهیر باید ټول شموله وي او یو وزارت او یو کس یې چارې پر مخ بوولی نه شي.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې زیاته کړه، چې د خبرو اترو ډله باید پراخه وي:

“سوله یوه کس پورې تړلې نه ده، د یوه کس په نظر پورې تړلې هم نه ده، د ټول ولس غوښتنه ده. خلک حق لري چې د سولې په هکله خبرې وکړي. د سولې ټیم باید جامع وي، خو یو وزارت نشي کولی چې د سولې کار په داسې هېواد کې پرمخ بوځي چې زیات ولس د خپلو هیلو او ارمانانو او حقونو لپاره قرباني ور کړې وي”.

که څه هم نوموړي د چا نوم وانه خیست، خو اشاره یې د سولې په چارو کې د حکومت اوسني وزارت ته وه چې مشري یې سلام رحیمي کوي.

سلام رحیمي له دې مخکې د افغان ولسمشر اشرف غني دفتر مشر و.
ښاغلی عبدالله د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې وروستۍ ناسته کې نه و.
ښاغلي عبدالله خپلو خبرو کې دا هم وویل، یو اړخیزې ګومارنې د افغانستان د ټیکاو په خیر نه دی:

نور شوقونه هم شته، د ګومارنو او یو اړخیزو پرېکړو په هکله، چې افغانستان کې د ټیکاو په ګټه نه دي.

د نوموړي په خبره، هر عمل چې غبرګون لري او دا غبرګون د بې ټیکاوۍ سبب کېږي، د ولس په ګته نه دی.

ښاغلي عبدالله دا هم وویل، هڅه یې کړې چې تراوسه افغانستان کې سیاسي ټیکاو وساتل شي.

ولسمشر غني نه یوازې وروستیو کې د سولې لپاره وزارت جوړ کړ، بلکې وروستیو ورځو کې د حکومت دریځ دا هم دی چې له اوربند پرته سوله اغېزناکه نه ده.
عبدالله عبدالله د خپلو خبرو یوه برخه کې تېرې ولسمشرۍ ټاکنې هم یادې کړې او ویې ویل، هرو مرو یو ګټونکی لري: د ټولو دې پام وي بیا که هر شوق لري، که د ټاکنو پایلې یې په خوښه وي هغه دې پلې کړي. خو د ملي وحدت حکومت تړون تر هغه وخت باور لري.

په ۲۰۱۴ کال چې افغان ټاکنې له بندون سره مخ شوې، دوو مخکښو نوماندانو ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د امریکا په منځګړتوب د ملي یووالي حکومت جوړ کړ.

که څه هم د دې تړون ټولې مادې پلې شوې نه دي، خو مهم ټکي یې دا و چې دواړه مشران به لوړپوړي چارواکي په مساوي ډول او د وړتیا له مخې ټاکلي.

اړونده مطالب

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.