طالبانو یو وار بیا وویل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي J

 
تاند- وسله والو طالبانو یو وار بیا د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې رد کړې.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /جمعه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبان تر هغو له خبرو سره لېوالتیا نه لري چې بهرني پوځیان د افغانستان په خاوره کې وي.

ده د پخوا په شان وویل چې د افغانستان حکومت ګوډاګی دی ځکه ورسره خبرې نه کوي.

طالبانو پخوا هم ویلي و چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي خو له امریکا سره خبرو ته حاضر دي.

امریکا په وروستیو کې وویل چې له طالبانو سره په درې اړخیزو خبرو کې ګډون کوي.

امریکا وايي چې له طالبانو سره په هغو خبرو کې برخه اخلي چې د افغانستان د حکومت استازي هم پکې شامل وي.

خو طالبان ظاهراً دا وړاندیز هم نه مني.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل پرون /پنجشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان له افغان طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

په عین حال کې حکومتي سرچینې وايي چې طالبان په پټه له دوی سره په خبرو بوخت دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.